د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان د بلخ د پېښې په یاد ملي ماتم اعلان کړی


افغان سرتیري د برید ځای کې ولاړ دي.
افغان سرتیري د برید ځای کې ولاړ دي.

په افغانستان کې په حکومتي او ولسي کچه نن ( یکشنبه ) د بلخ د وروستۍ خونړۍ پېښې په یاد ملي ماتم دی.

افغان ولسمشر اشرف غني
افغان ولسمشر اشرف غني

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له دفتره پرونۍ خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن، د یکشنبې په ورځ به د بلخ د پېښې په ملي ماتم کې په ټول هېواد او د افغانستان په سفارتونو کې، افغان بيرغ يا جنډه نیمه ځوړنده وي او جوماتونو کې به د وژل شویو سرتېرو لپاره ځانګړې دعاوې کيږي.

د یو افغان سرتیري جسد لېږدول کېږي.
د یو افغان سرتیري جسد لېږدول کېږي.

د جمعې په ورځ لسو طالب وسله والو د افغان پوځ په جامو کې د بلخ په هدادي ولسوالۍ کې د پوځ په يو مرکز کې د جمعې پر لمانځه ولاړو سرتېرو بريد وکړ.

د دې مرکز يا قول اردو يوې سرچينې د خالي په ورځ مشال راډيو ته ويلي چې په دې حمله کې ۱۳۸ پوځيان وژل شوي او ۶۴ زخميان دي.

ولسمشر غني له همدې کبله پرون بلخ ولايت ته تللی و او اړونده ادارو ته يې د وسله والو د ځپلو عملياتو تېزولو حکم وکړ.

XS
SM
MD
LG