د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاریس کې وسله وال برید، یو پولیس وژل شوی دی


پراګ - په پاریس کې په وسله وال برید کې یو پولیس افسر وژل شوی او دوه سخت ژوبل شوي دي.

د پنجشنبې پر ماښام په ښار کې د شوي برید ذمه واري وروسته اسلامي دولت وسله والې ډلې ومنله.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د دې ((ترهګر)) برید غندنه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د روانې میاشت پر ۲۳مې د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره به ((پوره ډول بیدار او تیار)) اوسي.

د ولسمشرۍ ځېنو نوماندانو د حملې له کبله خپل کیمپېنونه ودرول او یوه د انتخاباتو ځنډولو غوښتنه وکړه.

فرانسوي څارنوالان وايي، دا معلوموي چې وسله وال چې ظاهراً یوازې یې حمله وکړه او بیا پولیسو وواژه، نور ملګري لري او که نه؟

د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل، دا وسله وال د پاریس د ښار پر هغه سړک ووژل شو چې ورباندې ډېر دوکانونه دي چې له کبله یې خلک په بیړه بیړه له سیمې ولاړل.

د ویاند په خبره، وسله وال د پولیسو ګاډي ته مخامخ خپل موټر ودراوه او ډزې یې پیل کړې چې پکې یو پولیس ووژل شو.

د ده په خبره، وسله وال وروسته ډزې کولې او د تښتېدو هڅه یې کوله خو پولیسو وواژه.

چارواکي وايي، د پاریس په ختیځ کې یې د وژل شوي وسله وال کور تالاشي اخیستې او دا چې امنیتي ادارو وسله وال د سختدریځي په توګه پېژنده.

تر حملې څو ساعته وروسته د اسلامي دولت ډلې اعماق خبري اژانس د دې ذمه واري ومنله او ویې ویل چې بریدګر ابو یوسف نومېده او بیلجیمی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG