افغان حکومت پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني پوځ لهخوا د ازغن تار لګول وغندل او هغه يې یو-اړخیز او د سیمې ولسونو د خوښې خلاف ګام وباله.
د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست وايي، پاکستاني پوځ پر ډیورنډ کرښه جنګي فضا جوړه کړې ده او د سیمې خلکو په نه شتون کې یو اړخیزه او د نه منلو وړ اقدامات کوي.
عبدالغفور لېوال بېګا شپه ازادي راډیو ته وویل، افغانستان پر ډیورند کرښه د پاکستاني پوځ لخوا د اغزن تار لګول نه مني او دی باوري دی چې سیمې ته د ولسونو او ثبات په بېرته راتګ به دا باړونه له منځه ولاړ شي.
د پاکستان پوځ ویاند اصف غفوري د دوشنبې په ورځ راولپنډۍ کې خبریالانو ته وویل چې په خېبر دره کې دا مهال له افغان سرحد سره د ۱۰۰ کېلو میتره په اوږدو کې د اغزن تار لګول پیل شوي دي.
نوموړي وویل، پاکستان دا ګام پر خپله خاوره اخیستی او هیله لري چې افغانستان دا درک کړي چې د پولې کنټرول او څارنه د دواړو هېوادونو په ګټه دی.
د پاکستان پوځ وايي، په دوهمه مرحله کې به په بلوچستان صوبه کې له افغان سرحد سره د باړونو لګولو کار پیل کړي.
د افغانستان سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست غفور لېوال وايي، پر ډیورنډ کرښه پراته ولسونه د هغې ترهګرۍ ښکار دي چې پاکستاني پوځ دې سیمې ته انتقال کړي او افغان حکومت باور لري چې پر ډیورندکرښه پراته ولسونه به د پاکستاني پوځ د باړونو لګول رد کړي او له منځه به يې یوسي.
د پاکستان حکومت استدلال کوي چې د افغانستان له خاورې د وسلهوالو د فعالیتونو مخنیوي په هدف په تورخم، چمن دروازو او پر ډیورند کرښه امنیتي تدابیر زیاتوي.
خو افغان چارواکي ټینګار کوي چې د پاکستان پوځ پر ډیورند کرښه د ناامنۍ په رامنځته کولو هڅه کوي چې په رسمي سرحد د دې کرښې د بدلولو خپل پلان عملي کړي.