د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د مشال خان خلاف مو د مذهب سپکاوي هېڅ ثبوت و نه موند'


مشال خان د تیر زیارت په ورځ په پوهنتون کې دننه قهرجنو زده کونکیو وواژه. د هغه د وژنې خلاف د ملک په یوشمیر ښارونو کې مظاهرې هم روانې دي.

د خېبر پښتونخوا پولیسو مشر ای جي پي صلاح الدین مسود د ګل په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې د عبدالولي خان پوهنتون مردان د زده کونکیو مشال خان عبدالله او زبیر خلاف د مذهبي سپکاوي هېڅ ډول ثبوت پولیسو ته نه دی ملاو شوی.

مسود زیاته کړه، د مشال ملګري زبیر چې پر هغه هم د مذهب سپکولو تور لګول شوی وو پولیسو ته د خپل سپیناوي بیان ورکړی دی.

نوموړي وویل چې د مشال خان وژنې په تور تر اوسه ۲۶ هغه کسان نیول شوي دي چې د وژنې مهال جوړه کړل شوې ویډيو کې ښودل کېږی.

مسود وویل په نیول شویو کې شپږ تنه د عبدالولي خان پوهنتون ملازمین هم شامل دي. د ده په وینا نیول شوي کسان به د خېبر پښتونخوا پولیس ډېر ژر د پاکستان ستر عدالت ته وړاندې کړي. د دغه ستر عدالت مشر قاضي لا د وړاندې له خپلې مخې ګروږنو کولو غږ [از خود نوټیس] کړی وو.

بلخوا په بنو کې د پیپلز لیبر بیورو، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او پښتانه مترقي لیکوالانو د مشال خان وژنې خلاف نن د ګل ورځ یو احتجاجي لاریون وکړ. دوی له حکومته غوښتنه کوله چې د مردان عبدالولي خان پوهنتون د زده کونکي مشال خان په وژنه کې ککړ ټولو تنانو ته دې سخته سزا ورکړل شي.

مشال خان د تیر زیارت په ورځ په پوهنتون کې دننه قهرجنو زده کونکیو وواژه. د هغه د وژنې خلاف د ملک په یوشمیر ښارونو کې مظاهرې هم روانې دي.

د کوټې مظاهره کونکي: د بې ګنا انسان وژنه د مذهب سپکاوی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:40 0:00

XS
SM
MD
LG