د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملک خانمرجان: د فاټا اصلاحات په ستره محکمه کې ننګول کېږي


ملک خانمرجان
ملک خانمرجان

د قبایلي سیمو ځنې مشران وايي چې د فاټا لپاره د حکومتي کمېټۍ اصلاحات يې په سپریم کورټ کې چېلنج کړي او د روانې میاشتې په نولمسمه نېټه به يې اورېدنه وي.

خو بل پلو، دد په غبرګون ال فاټا سیاسي اتحاد او ځنې د پارلیمان د غړیو وینا ده چې دوی به د فاټا اصلاحاتو عملي کولو لپاره هر قسمه کوشش کوي او قبایلي سیمې به په خېبرپښتونخوا کې ورګډوي.

د فاټا نقشه
د فاټا نقشه

د اتوار په ورځ له مشال راډیو سره خبرو کې د قبایلي مشرانو د یو جرګې فاټا ګرېنډ الائنس مشر ملک خان مرجان وویل چې دوی په دې وروستیو کې د قبایلي سیمو د اصلاحاتو لپاره د سرتاج عزیز په مشرۍ د اصلاحاتي کمېټۍ سفارشات په سپریم کورټ کې چېلنج کړي وو ځکه چې دغه کمېټي غېر آئیني او غیر قانوني ده.

د نوموړي په وینا چې یواځې د پاکستان صدر ته دا واک ترلاسه دی چې فاټا اصلاحات وکړي او یا کمېټي جوړه کړي او دا کمېټي وزیراعظم جوړه کړېده. دی وايي، په نولسمه نېټه به په سپریم کورټ کې د دوی وکیل مخامخ کېږي خو دوی غواړي چې د دوی مشران هم په دغه ورځ هلته ځانونه ورسوي.

د فاټا ګرینډ ایلاینس مشر نثار مومند
د فاټا ګرینډ ایلاینس مشر نثار مومند

ملک خان مرجان وايي هغه باور لري چې اوس معامله ښه اړخته روانه ده او اوس به د اصلاحاتي کمېټۍ نه پوښتنه کېږي چې تاسو ولې قبایلو ته دومره دروغ ویلي ول؟

مشال راډیو چې په د ې اړه د ال فاټا سیاسي اتحاد د مشر نثارمومند نه وپوښتل نو هغه وویل چې دا مسئله په سپریم کورټ نه هوارېږي او دا وخت دا مسله په پارلمان کې پرته ده خو که حکومت دا اصلاحات منظور نه کړل نو پر ضد به يې دوی احتجاج کوي او ټول ګوندیزه غونډه به راغواړي او دوی غواړي چې د بجټ نه وړاندې حکومت فاټا اصلاحات له پارلمان منظور کړي او دا عمل پېل کړي.

د یادونې وړ ده چې د روان کال د مارچ په دویمه نېټه د وزیراعظم نوازشریف په مشرۍ د وفاقي کابینې په غونډه کې فاټا اصلاحات منظور کړل شوي وو چې پکې ویل شوي چې حکومت به قبایلي سیمې په ۵ کاله کې په قامي بهیر کې شاملوي او کال دوه زره اتلسم په عامو ټولټاکنو کې به د صوبايي اسمبلۍ لپاره د قبایلو استازي هم ټاکل کېږي.

XS
SM
MD
LG