د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: په اچین کې لا هم د داعش پر ضد جنګ روان دی


افغان ځواکونه په اچین ولسوالۍ کې ګزمه کوي.
افغان ځواکونه په اچین ولسوالۍ کې ګزمه کوي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې لا هم د داعش جنګیالیو پر ضد پوځي عملیات روان دي.

د افغانستان د لوی درستیز مرستیال مراد علي مراد د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، ممکن داعش په سیمه کې نور پټن ځایونه هم ولري، او که تثبیت شي حملې به پرې وشي.

جنرال مرادعلي مراد
جنرال مرادعلي مراد

ښاغلی مراد وايي د تېرې پنجشنبې د ورځې د حملې د تلفاتو شمېر ۹۵ تنو ته رسېدلی چې په وژلو شویو کې د داعش مشران هم شامل دي.

"دا د عملیاتو پیل و، هغه سیمې چې دوی انتخاب کړې دي، له موږ سره یې په اړه معلومات موجود دي او تعقیب به شي."

امریکا په اچین کې د داعش خلاف ستر غیر اټومي بم استعمال کړ.
امریکا په اچین کې د داعش خلاف ستر غیر اټومي بم استعمال کړ.

ښاغلی مراد زیاتوي چې په اچین ولسوالۍ کې د داعش ډلې اصلي مرکز په هوايي حمله کې په بشپړ ډول له منځه تللی.

د تېرې پنجشنبې په ورځ امریکا تر ټولو ستر غیر اټومي بم په اچین ولسوالۍ کې د داعش وسله والې ډلې په مرکز استعمال کړ.

XS
SM
MD
LG