د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان حکومت دې د افغان کډوالو پرمخ تړلې لارې پرانېزي


افغانستان ته د خرلاچۍ، واڼه او د غلام خان بندر له لارې ستنېدونکي افغان کډوال له سختو کړاوونو سره مخامخ دي.

د پنجاب مياوالۍ ضلعې افغان کډوال وايي چې پاکستان حکومت دې د کرمې، شمالي او جنوبي وزيرستان اېجنسو څخه و افغانستان ته تلونکې لارې د هرقسمه تګ راتګ لپاره بندې کړې دي چې له وجې یې دوی له مشکلاتو سره مخامخ دي.

په مياوالي ضلع کې مېشت د افغان کډوالو مشر قدا علي خان ځدراڼ مشال راډيو ته وويل چې د پنجاب په مختلیفو سيمو کې مېشت د افغانستان د پکتيا، پکتيکا، خوست، ګردېز او غزني ولایتونو کډوال به د کرمې اېجنسۍ له خرلاچۍ، د شمالي وزيرستان له غلام خان بندره او د سوېلي وزيرستان له واڼه خپلو سيمو ته تلل او په دې لارو به ترې د لارو موټر ډرايورانو د مختلفو ولاېتونو لپاره له اتيا (۸۰) زره تر يو لاکه روپیو پورې کرایې اخېستلې.

د نوموړي په وينا له کله چې حکومت يادې لارې تړلې دي نو کډوال د تورخم او سپين بولدک له لارو خپلو سيمو ته ځي او د لارو موټرو ډرايوران ترې تر دغه ولایتونو له درو تر څلور لاکو پورې کرايې اخلي.

د قدا علي خان ځدراڼ په وينا چې يو اېن اېچ سي ار ورسره کمک کم کړی نو دومره زياتو کرايانو ورکولو وس يې نه کېږي یا خو دې حکومت دغه لارې خلاصې کړي او يا دې يو اېن اېچ سي ار کمک زيات کړي چې خپلو سيمو ته ولاړ شي.

د ذکر ده چې په پاکستان کې ميشت راجستر افغان کډوالو په خپله خوښه افغانستان ته د ستنېدو لړۍ د څلورو مياشتو د ځنډ ورستو له درېم اپرېله بيا شورو شوې ده.

مشال راډيو چې په پېښورکې د افغان کونسلګرۍ د کډوالو چارو مشر عبدالحميد جليلي پروړاندې د کډوال دا ستونزه کېښوده نو نوموړي وویل چې په دې لړ کې یې وړاندې هم له پاکستانیو چارواکیو سره خبرې شوي او يو وارې بيا به ورسره په دې حقله خبرې کوي.

د نوموړي په وينا چې پاکستان حکومت د پولې سمبالښت وروستو دغه لارې بندې کړې دي نو کډوالو ته پکار دي چې د تورخم او سپين بولدک له لارو افغانستان ته ولاړ شي.

مشال راډيو چې کله په سېفران وزارت کې د افغان چارو څانګې ډایرېکټرې فهمینه توفیق سره دې لړ کې تماس ونيولو نو نوموړې پرې له څه وويلو ډډه وکړه.

د راجستر افغان کډوالو سره د مرستې زياتولو په باب چې کله مشال راډيو په پاکستان د يو اېن اېچ سي ار له وياندې دنيا اسلم خانه تپوس وکړو نو نوموړې وویل، که په زيات شمېر کې يې ادارې ته فنډز ترلاسه شو نو بيا خو امکان شته چې په راتلونکې کې له کډوالو سره نغدې مرستې زياتې کړي خو په موجوده وخت کې د بوجې [بوديجې، بجټ] کموالي له لاسه یې اداره نه شي کولی هر کډوال ته تر ۲۰۰ ډالرو زیاتې پیسې ورکړي.

د يو اېن اېچ سي ار په وينا چې پروسږ کال له جنورۍ د نومبر تر پایه تر درې (۳) لاکه اوويا (۷۰) زرو زيات راجستر افغان کډوال په خپله خوښه هېواد ته ستانه شوي ول او دا مهال هم تر ديارلس (۱۳) لکه پورې راجستر او شپږ (۶) لکو پورې غېر راجستر کډوال په پاکستان کې ژوند کوي.

ياده دې وي چې وفاقي حکومت د ۲۰۱۶م کال په نومبر کې د راجستر افغان کډوالو په پاکستان کې د پاتې کېدو موده د سږ کال تر ۳۱ دسمبر پورې غځولې ده.

XS
SM
MD
LG