د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې دې ولس د ترهګرۍ پېښو مخنیوي کې مرسته وکړي


په پاړه چنار کې د مارچ ۳۱ له ښځو امام باړې سره نېږدې د موټر بمي چاودنې ۲۱ عام وګړي وژلي او ۷۲ نور ټپیان کړي ول.
په پاړه چنار کې د مارچ ۳۱ له ښځو امام باړې سره نېږدې د موټر بمي چاودنې ۲۱ عام وګړي وژلي او ۷۲ نور ټپیان کړي ول.

په کورمه کې د پاړه چنار تر پېښې وروسته پولیټيکل انتظاميې له ځايي خلکو غوښتي دي چې په سیمه کې د ترهګریزه پېښو مخنيوي کې له دوی سره سره مرسته وکړي.

د بره کورمې مرستیال پولټيکل ایجنټ شاهد علي خان مشال ریډیو ته وویل، په دې وخت زموږ سیمه له نړیوالو ترهګرو ډلو سره مخامخ ده، پکار ده چې موږ ټول یې په ګډه مقابله وکړو.

شاهد علي خان وویل، په سیمه کې چې کمې امن کمیټیانې او پهره داري نظام دی، هغه یې فعاله کړی دی چې په مشکوکو سرګرمیانو نظر وساتي ځکه دا خطره شته چې هلته یو ځلي بیا ترهګریزه پېښه وشي او عام خلک په نښه کړي.

په خپلو خبرو کې مرستیال پولټیکل ایجنټ دا هم وویل چې که د چا مالومات د کمې یوې ممکنه ترهګریزه پېښې مخنيوي کې یې مدد ورکړو نو حکومت به هغه کس ته انعام هم ورکوي.

د ده په وینا، اي جي ایف سي له طرفه دا اعلان شوی چې یوڅوک د ترهګرو نشاندهي او یا مدد وکړي، هغه ته به دوه لاکه، د ځانمرګي برید په اړه اطلاع په ورکولو لس لکه او مهم ترهګر کمانډر په ښودلو شل لاکه روپۍ به ورکوي.

په پاړه چنار کې د شییعه ګانو ځايي تنظیم د انجمن حسېنییه مشر حاجي فقیر حسن مشال ریډيو ته وايي، موږ دا باور ورکوو چې د سیمې امنیت ټینګ ساتلو کې به دوی له حکومت سره پوره پوره مرسته کوي.

حاجي فقیر حسن وايي، په شاوخوا کلو کې امن کمېټیانې چمتو کړې دي چې د خپلې علاقې امنیت وساتي خو د پاړه چنار ښار سیکیورټي هغه وخت پورې نه شي ښه کېدلی تر څو چې په ښار کې د ترهګرو نشاندهي لپاره پر چېک پوستو له امنیتيو ځواکونه سره ځايي خلک وګمارل نه شي.

د کورمې سرښار په پاړه چنار کې د مارچ پر یو دېرشمې نېټې له ښځو امام باړې سره نېږدې د موټر بمي چاودنه شوې وه چې د سرکاري شمېرو له مخې، ۲۱ عام وګړي وژل شوي او ۷۲ نور ټپیان شوي ول.

د پېښې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان جماعت الحرار ډلې په سر اخېستې وه.

پاړه چنار کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:26 0:00

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG