د لاسرسي ځای

تازه خبر

فنلنډ: افغانانو د جبري اخراج خلاف احتجاج پیل کړی


د ارشیف انځور: په هلینسکي کې د بیلا بیلو هیوادونو پنا غوښتونکي.
د ارشیف انځور: په هلینسکي کې د بیلا بیلو هیوادونو پنا غوښتونکي.

صفي الله ستناکزی

د فنلنډ په پلازمینې هیلسنکي کې له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې لسګونه افغان پناه غوښتونکو د دې لپاره اعتراض کړی چې ډېر یې د ډيپورټ یا جبري اخراج له پرېکړې سره مخ دي.

د دغو افغانانو ځینو استازیو له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې فنلنډ ته تر رسېدو یې سختۍ ګاللي خو اوس یې غوښتنلیکونه رد شوي دي.

عبدالجلیل حسیني د یکشنبې په ورځ د هیلسنکي ښار له مرکزه چېرته چې دوی د احتجاج خیمې درولي مشال راډیو ته د افغان پناه غوښتونکو د اعتراضونو په اړه وویل:

« نن دویمه میاشت پوره شوه چې مونږ د فنلنډ په مرکز هیلسنکي کې پر احتجاج یو. زمونږ غوښتنه دا وه چې فنلنډي چارواکي دې افغانستان باید د یوه نا امنه هېواد په توګه ومني او دغه هېواد ته د افغان پناه غوښتونکو اجباري ډیپورټ بند کړي. »

د هغو افغان پناه غوښتونکو له ډلې چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې یې فنلنډ ته ځانونه رسولي د هیلسنکي د اعتراضونو د یوه تنظیموونکي عبدالجلیل په خبره اویا فیصده د جبري اخراج له برخلیک سره مخ دي.

اروپايي هېوادونو وروسته له هغه د افغان پناه غوښتونکو ډېپورټ زیات کړ چې د افغانستان حکومت او اروپايي ټولنې د ۲۰۱۶ کال په اکتوبر میاشت کې په دې موافقه وکړه چې په اروپايي هېوادونو کې نه قبلیدونکي افغانان بېرته افغانستان ته واستول شي.

د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې له ۲۰۱۵ کال راهیسې شاوخوا درې لکه افغانانو په اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د کډوالو او بیا راستنیدونکو چارو وزارت سره له دې هم ټینګار لري چې هېڅ هېواد له تفاهم پرته افغانان نه شي ایستلی او هغه افغانان بېرته خپل هېواد ته استول کیږي چې غوښتنلیکونه یې رد شوي وي.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخیل مشال راډيو ته وویل که څه هم افغان حکومت له اروپايي ټولنې سره خپل تړون ته ژمن دی خو په دغه هېواد کې شرایط د کډوالو بیا راستنېدو ته مساعد نه دي.

«د دوی ټولو قانوني مراحلو وروسته د دوی اسناد څېړل شوي، دوی د پناه اخیستلو وړ نه دي پيژندل شوي. بلآخره دوی بېرته افغانستان ته استول کیږي او افغان حکومت هم مکلفیت لري چې د هماغې ګډې اعلامیې په اساس چې د دوی بېرته ګرځولو کې له هغو هېوادونو سره مرسته وکړي. خو په مجموع کې شرایط اخراج ته مساعد نه دي. وضعیت ښه نه دی په افغانستان کې. زمونږ غوښتنه له اروپايي هېوادونو دا ده چې دغو افغانانو ته دې هلته پناه ورکړي.»

ښاغلي میاخیل دا هم وویل چې اروپايي ټولنې د پروسږکال د تړون په اساس له افغان حکومت سره لازمې مرستې نه دي کړي.

د فنلنډ د پلازمینې هیلسنکي د احتجاج یوه بل ترسره کوونکي منیرعطايي مشال راډیو ته وویل چې افغان حکومت دې له اروپايي ټولنې سره د کډوالو د بېرته ستنولو تړون لغوه کړي او د ده په خبره دا سرګردانه خلک په خپل حال پریږدي.

XS
SM
MD
LG