د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې ISPR وياند وايي چې پوځ هم د پاناما اسنادو د مقدمې فيصلې ته منتظر دی.
د پوځ وياند ميجر جنرل اصف غفور د خالي په ورځ په ټویټر پاڼه ليکلې چې په بريتانيا کې د پاناما اسنادو په اړه د پوښتني ځواب په نامکمله توګه رسنيو خپور کړی دی.
د نوموړي په خبره پوځ او هر يو پاکستانی وګړی هغې فيصلې ته انتظار کوي چې د انصاف پر بنسټ شوې وي.
د پاکستان سپريم کورټ پنځه کسيزه بينچ د پاناما اسنادو مقدمې اوريدنه د فبروري په 23 نيټه سر ته رسولي وه، او فيصله يې محفوظ کړي وه. د جسټس اصف سعيد کوسه ويلي وو، چې د مقدمې تفصيلي فيصله به ورکوي.
پاناما اسنادو مقدمه کې د وزيراعظم او هغه په بچو په بهرنيو هيوادونو کې په ناقانونه توګه د جائيدادونو اخستو تورونه دي.