د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس له امریکا سره د فضايي پېښو مخنیوي تړون وځنډاوه


د امریکا توغندیو برید ځای
د امریکا توغندیو برید ځای

پر شام د امريکايي توغنديو بریدونو په ځواب کې روس ويلي، هغه تړون ځنډوي چې موخه يې د منځني ختيځ يو هېواد بالا د هوايي نښتو مخنیوی دی.

د روس بهرنيو چارو وزارت د جمعې په ورځ په یو بيان کې د ملګرو ملتونو امنيت شورا یوې بېړنۍ غونډې رابللو غوښتنه کړې ده چې پکې پر شام رامنځ ته شوې روانه وضعه وڅېړل شي.

بيان زياتوي، امريکا په ادلب کې د کيميايي وسلو استعمال د تور په پلمه د يو داسي هېواد پرضد پوځي اقدام کړی چې د ترهګرۍ پرضد نړيواله جګړه کوي.

امریکايي رسنیو نن سهار وختي (جمعه) خبر ورکړ چې امریکا په شام (سوریه) کې د کیمیاوي وسلو برید په غبرګون، پر یوې هوايي اډې لسګونه کروز توغندي داغلي دي.

د سې شنبې پر ورځ په شامي وړوکي ښار خان شیخون کې د الوتکو په بمبارۍ کې ولسي وګړي وژل شوي ول.

دا د شام په شپږکلنۍ کورنۍ جګړه کې پر شامي حکومت د امریکا لومړی مستقیم برید او د ولسمشرۍ له دندې تر لاسه کولو وروسته د ډونلډ ټرمپ تر ټولو مهم پوځي امر بلل کېږي.

ټرمپ پر شام د کروز توغندیو برید اعلانوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:53 0:00

پر خان شیخون د برید په اړه فکر کېږي چې د کیمياوي ګیس حمله وه چې پکې له ۸۶ څخه زیات کسان ووژل شول.

تر دې حملې وروسته ټرمپ د پنجشنبې پر ورځ وویل، د وژل شویو ماشومانو انځورونو ورباندې تاثیر کړی.

ټرمپ دا برید ((وېروونکی)) او د ((بشریت سپکاوی)) وباله او د غبرګون ورکولو ژمنه یې وکړه.

تېره شپه د امریکا بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن په فلورېډا کې د چین ولسمشر شي جېن پېنګ هرکلي پر وخت خبریالانو ته وویل، په برید کې د کیمیاوي وسلو کارول ((جدي مسله ده)) چې ((جدي ځواب غواړي)). ده زیاته کړه چې په دې کې ((هېڅ شک نشته)) چې دا برید ((شامي رژیم)) کړی دی.

شامی حکومت دا ردوي چې ګواکې په برید کې یې کیمیاوي وسلې کارولې دي.

امریکايي چارواکي وايي، د جمعې پر سهار وختي یې د روم په سمندرګي کې له خپلو جنګي بېړیو څخه شاوخوا ۶۰ ټوماهاک توغندي ویشتلي دي چې د شام غربي شاعرات هوايي اډه یې په نښه کړې. دا چارواکي وايي، په برید کې د الوتکو لارې، الوتکې او د تېلو پمپونه په نښه شوي.

د شام بشري حقونو برتانیا مېشته ډله وايي، په امریکايي برید کې څلور شامي سرتېري وژل شوي دي چې پکې یو افسر هم شامل دی. د دې ادارې په خبره، په برید کې د شامي رژیم اډه ((شاوخوا ټوله ړنګه شوې ده.))

روسیې او ایران د امریکايي توغندیو برید غندلی دی.

روسیو رسنیو د جمعې پر ورځ د ولسمشر ویاند دمیتري پېسکوف له خولې ویلي، ولسمشر ولاديمير پوتين پر شام د امريکا توغنديو حمله د يوه هېواد پر ځمکنۍ بشپړتيا تېری او د نړيوال قانون ضد عمل ګڼي.

پېسکوف وايي، پوتین باوري دی چې دا به د روس او امريکا اړيکي او د ترهګرۍ پرضد روانې هلې ځلې زيانمنې کړي.

هغه دا هم وويل، دا ګام به د امريکا او روس تعلقات چې وار له مخه خراب دي نورهم زيانمن کړي او د ترهګرۍ پرضد د نړيوال اتحاد په جوړېدو کې به جدي خنډونه رامنځ ته کړي.

د امریکا د دفاع وزارت وايي، تر نننیو بریدونو مخکې یې روسیې ته خبر ورکړی وو او دا چې په ډېره مشکله یې هغه سیمې په نښه نه کړې چې پکې روسي سرتېري پراته دي.

بل لورته د ايران خبرې اژانس اسنا د دې هېواد بهرنيو چارو وزارت وياند له خولې ويلي چې پر شام د امريکا توغندیو برید ورانوونکی او خطرناکه دی. بهرام قاسمي وویل، د ایران د کیمیاوي وسلو استعمال غندي خو په عین وخت کې باور لري چې په دې پلمه یو طرفه اقدام خطرناکه، ورانوونکی او د نړیوال قانون ضد دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG