د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا د اقتصادي راهدارۍ لپاره د امنیتي ځواک منظوري ورکړه


د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ

د دې لپاره به د روان کال په مالي بجټ کې به د وسلې او موټرو او نور اساتیاوو لپاره یو اعشاریه دوه اربه روپیو منظوري ورکړې ده.

پېښور: د خيبر پښتونخوا حکومت د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژې د امنیت ساتې لپاره د ځواک جوړولو منظوري ورکړې ده.

د دې پروژې او چيني سرمايه کارانو د امنیت لپاره به ۴۲۰۰ امنیتي سرتېرې د صوبې په بېلا بېلو سیمو کې دندې تر سره کوي.

د خيبر پښتونخوا د وزير اعلی د اطلاعاتو ځانګړي مرستيال مشتاق غني مشال راډیو ته وویل چې په دې ځواک کې به د پوليس محکمې ، امنیتي ځواک او په عارضي توګه بهرتي شوي ملازمينو مرستې اخيستل کېږي.

مشتاق غني وویل ، د دې لپاره به د روان کال په مالي بجټ کې به د وسلې او موټرو او نور اساتیاوو لپاره یو اعشاریه دوه اربه روپیو منظوري ورکړې ده.

د دفاعي چارو کارپوه بريګېډير سعد محمد خان وايي چې سي پيک پروژې او په دې کې سرمايه کونکو ته تحفظ ورکول ډېر ضروري ده ځکه چې ډير داسې پټ قوتونه او د پاکستان مخالف ملکونه به دومره غټې د سرمايه کارۍ منصوبې ته د زیان رسولو هڅه کوي.

د اقتصادي چارو يو کارپوه پروفېسر ډاکټر معراج الحق وايي چې په يو ملک کې د نېغ په نيغه بهرنۍ سرمايه کارۍ او ترقياتي پرمختګ لپاره د هغه هېواد امنيت ته کتل کېږي.

تر دې وړاندې د تېر کال په دسمبر کې د سي پيک پروژې په لړ کې د ګوادر لپاره هم د ۸۸ په نامه ځانګړی ځواک جوړ کړل شوی ووکوم چې به د ګوادر بندرګاه ، سمندري حدودو او له دې سره د تړلو لارو امنیت ساتي.

XS
SM
MD
LG