د لاسرسي ځای

تازه خبر

'افغان دولت پر ډیورنډ کرښه د پاکستان پر سرغړونو غلي نه دی'


د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي چې افغان دولت د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستانیو سرغړونو پروړاندې غلی نه دی بلکې ډیپلوماټيکو هڅو ته یې لومړیتوب ورکړی دی.

د یاد وزارت ویاند شکیب مستغني پر ډیورنډ کرښه د وروستیو ستونزو په تړاو د چارشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، دولت او افغان ځواکونه به له دې وروسته هر هغه اقدام وکړي چې ملت یې غوښتنه کوي.

مستغني وايي، پاکستان په دغه ډول اقداماتو سره د ځان په اړه د نړیوالو نظر بدلول غواړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني
د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني

مستغني زیاته کړه:

"د ډيورنډ فرضي کرښه یوه تاریخي مسئله او ملي داعیه ده او هېڅ حکومت د هغې په اړه د پرېکړې واک نه‎لري، په دې اړه تصمیم یوازې د کرښې دواړو خواوو ته د پرتو ولسونو دی، خو د ډیورنډ د فرضي کرښې په مطرح کولو سره پاکستان د نړیوالو ذهنونو د بدلولو هڅه کوي، موږ په مستند ډول د پاکستان اصلي څېره نړیوالو ته ثابته کړې او دا هېواد اوس هڅه کوي چې په دې بحثونو عامه ذهنونه منحرف کړي."

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې پاکستان د راکټونو ورولو، یو اړخېزه تأسیساتو جوړولو، د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته د نه احترام په څېر سرغړونې کړي دي چې په هېڅ ډول موجې دلایل نه‎لري.

افغان حکومت تېره میاشت د پاکستان د دغو سرغړونو په وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایتلیک لېږلی و او اوس تمه لري چې ملګري ملتونه به د پاکستان پروړاندې یو پریکړه‎لیک صادر کړي.

د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان وروستي یو اړخېزه اقداماتو او د دې کرښې په اړه د افغان حکومت چوپتیا په وروستیو کې د ملي شورا د غړو انتقاد لاندې وه.

خو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د پاکستان د سرغړونو په وړاندې یې اقدامات کړي او د پاکستان سرغړونې د هغه هېواد کمزوري ښيي نه پیاوړی دریځ.

د افغانستان د ځمکو او اوبو په اړه د څېړنیز مرکز مشر عبدالله هېواد بیا وايي، افغان دولت د پاکستان د یو اړخېزه اقداماتو په وړاندې خورا ناوخته دریځ اعلانوي په داسې حال کې چې دا موضوع د هېواد دننه په تود بحث بدله شوې ده.

نوموړی وايي:

"دا به ډېر ښه و چې افغان ولسمشر، اجرائیه رئیس او امنیت شورا په اوله ورځ په ملګرو ملتونو کې خپل شکایت ثبت کړی وای چې پاکستان د اغزن تار د غځولو او نورو سرغړونو حق نه‎لري، کله چې ټول ملت غبرګون وښوده او یو له بل سره په جنګ شول د بهرنیو چارو وزارت دریځ څرګندوي چې ناوخته دی."

خو پوښتنه دا ده چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان د سرغړونو مخنیوی څرنګه ممکن او دا کرښه کله د بحث وړ ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني وايي، د مخنیوي په اړه یې د ملت غوښتنه پرځای کوي هغه که ان د افغان ځواکونو اقدامات وي او په دې اړه بحث بیا یوازې هغه وخت ممکن دی چې په افغانستان او د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته ثبات حاکم شي.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG