د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست ښار د باراني اوبو د کانال کارونه بشپړ شول


د خوست ښار څخه د باراني اوبو د وتلو لپاره د کانال چارې چې څه نا څه یو نیم کال مخکې پیل شوې وې، د کارونو تر بشپړیدو وروسته يې نن د سې شنبې په ورځ پرانیسته وشوه.

یاد کانال چې ۲۲۰۰ متره اوږدوالۍ، پنځه متره پلنوالی او درې متره لوړوالی لري، د ښاروالۍ له پرمختیايي بودجې څخه د 46.6 میلیونه افغانیو په لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړ شوی دی.

د کانال د پرانیستې په ځای کې خوست والي حکم خان حبیبي مشال راډیو سره په خبرو کې یاده پروژه له زیربنايي کارونو څخه وبلله او زیاته يې کړه، چې تر دې وروسته به د باران اوبه د خوست ښار د کوڅو او سړکونو پر ځای اوبه د دې کانال له لارې شمل خوړه ته توییږي.

خوست والي حکم خان حبیبي وویل:((د خوست په ښار کې د یوې ډېرې مهمې زیربنايي پروژې پرانیسته کوو، چې هغه د ښار له منځه د ۲.۲ کیلومتره په اوږدوالي، پنځه متره پلنوالي او په اوسط ډول د درې متره په جګوالي باندې د یو لوی کانال د بشپړتیا مساله وه چې چارې د یو نیم کاله په موده کې په دریو پيزنو کې د 42.6 میلیونه افغانیو په لګښت باندې تکمیلې شوي دي، عملاً ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.))

خوست والي وړاندې وویل، که څه هم د ښار د ټولو باراني اوبو د وتلو لپاره به یوازې د میتي کلي دا نوی کانال بسنه ونکړي، خو د ښار جوړونې په سټراتيژیک پلان کې نور کانالونه هم شته چې وخت پر وخت به عملي کړي.

ښاغلی حبیبي وايي:((کیدای شي دا یو کانال بسنه ونکړي، زموږ د ښاروالۍ په پلانونو کې او د ښار جوړونې سټراتېژیک پلان ته په کتو نور هم داسې کانالونه په نظر کې لرو، تر څو په ښار کې د یو منظم کانالیزاسیون خاوندان واوسیږو، همداشان باراني اوبه هم په منظم شکل شمل خوړ ته لاره پیدا کړي، تر څو ښاریانو مو لدې ستونزو څخه خلاص شي.))

خوست والي وايي، په تېر یو نیم کال کې يې پنځلس نورې پروژې د نږدې درې سوه میلیونه افغانیو په لګښت باندې عملي کړي دي.

بلخوا حاجي محمدعلي ځدراڼ چې د ماڼی کلي اوسیدونکی اوسیدونکی دی، وايي پخوا به د ښار اوبه د دوی پر ځمکو او کورنو ورتلې، چې مالي او ځاني زیانونه به يې لرل.

محمدعلي ځدارن وايي، د دې کانال په جوړولو سره دوی تر ډېره د باراني او له خطرونو وژغورل شول:

((دې پروژې ټول ولس ته ګټه درلوده په ځانګړي ډول زموږ د ماڼۍ او پنزايې کلیو لپاره درلوده، ځکه پخوا به چې دا خوړه راغله نه یوازې کرنیزې ځمکې يې تخریبولې، بلکې کورونه يې ورانول او ځاني تلفات يې هم رامنځته کول، نو اوس هغه پخواني خطرات په سلو کې ۹۹ فیصده کم شول، خدای دې وکړي چې په اینده کې نورې هم داسې ګټورې پروژې سرته ورسیږي.))

د یادونې وړ ده، که څه هم خوست ښار دا مهال د افغانستان په مهمو سوداګریزو ښارونو کې راځي او د هرې ورځې په تېریدو سره پراختیا مومي، خو د ښار څخه د باراني اوبو د وتلو اساسي لارې يې نه درلودې.

اوسمهال چاوراکي وايي، چې د میتي کلي د نوي کانال په جوړولو سره دا ستونزه تر یوه بریده هواره شوه.

XS
SM
MD
LG