د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاړه چنار پېښې ښکار کورنیو لياره مالي مرستې اعلان شوې


د پاړه چنار چاودنې دوه ژوبل تنان تر درملنې لاندې دي.
د پاړه چنار چاودنې دوه ژوبل تنان تر درملنې لاندې دي.

په کورمه کې د پاړه چنار بمي چادونې ښکار کورنیو لپاره د یو کروړ او پنځه دېرش لاکه روپیو د نغدو مرستو اعلان شوی دی.

دا اعلان د د خیبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جګړه هفتې په ورځ کورمې ته د خپلې دورې پر مهال وکړ.

د معاوضې ورکولو ادارې مشر حشمت علي مشال راډيو ته وویل، ګورنر د وژل شویو کسانو کورنیو لپاره درې درې لاکه او هر ژوبل تن ته د یو لاک روپیو اعلان وکړ.

حشمت علي وايي، په هغه پېښه کې ۲۱ کسان وژل شوي ول او ۷۲ ټپیان ول چې د مرستې دغه پیسې ورکول کیږي.

د دې سره د قامي اسمبلي ممبر ساجد حسین توری مشال ریډیو ته وايي، د مړي او زخمي په سر دا کمه معاوضه چې اعلان شوه، دا ډیره کمه ده، پکار ده چې حکومت د پنجاب او نورو سیمو په شان له قبایلو سره هم مرسته وکړي.

بلخوا د پیښې ځېنې متاثرینو د مرستې دغه روپۍ مسترد کړې دي او وايي چې حکومت دغه پیسې د سیمې امنیت ټینګ ساتلو لپاره استعمال کړي ځکه چې د دوی مسله هلته ترهګریزه پیښې دي چې په کې عام او بې ګناه خلک په نښه کېږي.

د پاړه چنار نور ګل چې په دې پیښه کې یې د کورنۍ درې کسان زخمیان شوي دي، مشال ریډيو ته وویل، حکومت باید د ترهګرو مخه ونیسي.

د کورمې سرښار په پاړه چنار کې د جمعې په ورځ د ښځو له امام باړې سره نېزدې د موټر بمي چاودنه شوې وه چې په کې عام وګړیو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پولیټیکل انتظاميې او د صحت محکمې چارواکیو تر دې مخکې ویلي ول چې په پیښه کې ۲۵ کسان وژل شوي او تر سلو زیات زخمیان شوي دي خو د حشمت علي په خبره، دا شمېره تر وړاندینۍ هغه کمه ده ځکه چې د مړو او زخمیانو په فهرست کې د ځینو کسانوغلط اندراج شوی و.

د ده په خبره، په سیمه کې ټول ۹۳ کسان داسې دي چې په دې پیښه کې د مړو او ژوبلېدو تصدیق ورته شوی دی.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG