د لاسرسي ځای

تازه خبر

'اسټرالیا ته د ولسمشر غني سفر د ټینګو اړیکو ښکارندويي کوي'


د استرالیا چارواکو نن وویل د افغانستان ولسمشر اشرف غني پر امنیتي مسایلو او د مېرمنو پر پیاوړتیا د خبرو لپاره استرالیا ته رسېدلی دی.

د استرالیا وزیراعظم ( مال کولم ـ ټرن بول ) په دوشنبه وویل چې استرالیا ته د یو افغان ولسمشر لومړی سفر د دواړو هیوادونو ترمنځ د مضبوطو اړیکو ښکارندويي کوي.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال پرون مشال راډیو ته وویل چې په دې سفر کې به اشرف غني د مهمو استرالیايي چارواکو سره وګوري.

ولسمشر اشرف غنيبه د استرالیا د ګورنر جنرل پیټر کاسګروف سره هم ملاقات کوي او ترڅنګ به یې د اپریل په ۵ مه د استرالیا د یوه جنګي یادګار لیدنې پر مهال هلته د ګلونو څادر غوړوي.

د ۲۰۰۱ کال راهېسې چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ کې کومه جګړه روانه ده په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۴۱ استرالیايي سرتېري هم وژل شوي دي.

د اسټریلیا وزیراعظم ټرنبول وايي، د ولسمشر اشرف غني سره به یې خبرې په روانو امنیتي چارو او د هغو لارو په زیاتولو متمرکزې وي چې ترمخې یې کابل د لا هوساینې، امنیت او په ځان بسیا حالت ته لاړ شي.

XS
SM
MD
LG