د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرمې خلک: د امنیتي ادارو غفلت، د ترهګرۍ پېښې مخې ته راوړي


پاړه چینار کې د تېرې جمعې په ورځ چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
پاړه چینار کې د تېرې جمعې په ورځ چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

د کرمې قبایلي سیمې خلک په پاړه چینار کې ترسره شوې وروستۍ چاودنې که له یوې خوا خواشیني کړي نو له بلې خوا دوی پر پولیټیکل انتظامیې هم سختې نیوکې کوي چې ولې یې د دا ډول بدمرغې پېښې مخنیوی ونه کړای شو.

د پاړه چینار یو اوسیدونکی علي طوری وايي، همدا یوه پوښتنه یې په بیا بیا په ذهن کې ګرځي چې حکومت خو د سخت امنیت د نیولو ادعا کوي، نو بیا څنګه بریدګر وتوانید چې خپل هدف ته ورسي؟

د ګلفام حسین په نوم یو بل ځايي تن مشال راډیو ته وویل، د حکومت غفلت ترهګر د دې جوګه کوی چې امام بارګا ته ځان ورسوي، که امنیتي ادارو خپل مسولیت په سمه توګه اداکړی وای نو دا ډول پېښې به هېڅکله مخې ته نه راتلې.

علي جان هم د پاړه چینار اوسیدونکی دی او وايي د ترهګرۍ د پېښو مخه په هغه صورت کې نیول کېدای شي چې امنیتي ادارې او پولیټیکل انتظامیه د سیمې د امنیت په ټینګ ساتلو کې مخلصه وي.

په پاړه چینار کې د مارچ په یو دېرشمه د مېرمنو د امام بارګا سره نږدې په موټر بم چاودنه او بیا وروسته د امنیتي ادرو لخوا په ډزو کې د انجمن حسینیه په وینا ۲۵ پورې کسان وژل شوي او ترسلو نور ژوبل شوي وو.

خو بل پلو، یو حکومتي چارواکي د نوم د پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته وویل، د حکومت د ډېرو زیاتو هڅو باوجود هم دا ډول پېښې مخې ته راځي، ځکه چې ملک د جنګ په حالت کې دی. د دغه حکومتي چارواکي په وینا د امنیتي ادرو لخوا د ګڼو نورو ترهګریزو پېښو مخه نیول شوې هم وي، خو کله نا کله دا ډول پېښې مخې ته راځي.

یاده دې وي چې په تېرو پنځو کونو کې دا شپږمه خونړۍ پیښه ده چې په پاړه چینار ښار کې یې ګڼ شمیر خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د پاړه چینار د پېښې ذمه واري ګڼو ډلو قبوله کړې وه.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG