د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: له موافقې پرته اغزن سیمان لګول بې ګټې دي


د ارشیف انځور: پاکستان ځه باندې یوه میاشت د افغانستان سره خپله پوله تړلې وه.
د ارشیف انځور: پاکستان ځه باندې یوه میاشت د افغانستان سره خپله پوله تړلې وه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایې د افغان حکومت له موافقې پرته د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان له لوري هر ډول اقدامات او موانع بې ګټې دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند خیر الله ازاد نن مشال راډيو ته وویل چې پاکستان د دواړو هېوادونو په اوږدو کې د دغو موانعو کار د افغان حکومت له هوکړې پرته پیل کړي دي.

"له پاکستان څخه د افغان دولت غوښتنه دا ده، هر هغه اقدام چې ترلاس لاندي نیسي د افغان حکومت په موافقې ترسره کړي."

دا څرګندونې په داسې مهال کیږي چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز قمر جاوید باجوه په دې وروستیو کې د پاکستان د پولې په اوږدو کې د موانعو له جوړولو پرده پورته کړه.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز ویلي چې د باجوړ او مومند ایجنسۍ تر ټولو زیاتې خطرناکې سیمې دي او پوځ به اول په همدغو سېمو کې کټارې لګوي.

XS
SM
MD
LG