د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوچیان وطن ته ځي، پاکستان یې نه پرېږدي


کوچیان د موسم د بدلون سره سم سفر کوي.
کوچیان د موسم د بدلون سره سم سفر کوي.

یوشمېر کوچیان وايي چې پاکستان چارواکي دوی ته اجازه نه ورکوي چې له موسم سره سم له خپلو مالونو سره د تورخم له لارې افغانستان ته واوړي.

دوی وايي چې له څو ورځو راهیسې له زرګونو څارویو سره په تورخم کې بند پاتې دي او له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ دي.

یو افغان کوچی
یو افغان کوچی

په ورته وخت کې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي مشال راډیوته ووی چې په دې اړه به له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.

" د کوچیانو ستونزه یوه نوې موضوع ده چې له موږ سره شریکه شوې، موږ به په دې اړه خپل معلومات ترلاسه کړو بیا به یې د حل لاره ولټوو. "

وروسته له هغې چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ سیاسي اړیکې کړکیچنې شوې، پاکستان د ۳۴ ورځو لپاره د تورخم او سپین بولدک دروازې وتړلې چې تېره اوونۍ یې یوازې د هغو کسانو پرمخ خلاصې کړې چې د تګ راتګ قانوني اسناد لري.

XS
SM
MD
LG