د لاسرسي ځای

'باچا خان وطنونه جوړول خو هېڅوک د هغه مزار نه جوړوي'


وږمه فېروز وايي باچاخان خو به ملکونه جوړول، هغه خو به خلک جوړول، لارې کوڅې به يې جوړولې او دا یو وړوکي شان مزار دی او څوک هم د دې ذمه واري نه اخلي چې دا مزار جوړ کړي.

د باچا خان تعليمي مرکز يو پلاوی ننګرهار ته راغلی و او د عدم تشدد د فلسفې د سرلارې باچا خان بابا په مزار يې د ګلونو څادر وغوړولو او د هغه مرحوم روح ته يې د دعا لاسونه پورته کړل. پلاوي ژمنه وکړه چې د بابا د مزار د جوړېدو په اړه به له مسوولو اشخاصو سره خبرې وکړي.

ډاکټر خادم حسېن
ډاکټر خادم حسېن

د باچاخان تعليمي مرکز پلاوي د ډاکټر خادم حسېن په مشرۍ کې له پېښورنه کابل ته، د يوه ښوونيز سيمینار د تر سره کولو په خاطر راغلی و چې د کونړ، ننګرهار او کابل يو شمېر ځوانو فعالانو ته يې د لېډرشيپ، خدایي خدمتګارۍ او د ځوان نسل د فکري وسعت په اړه په شپږ ورځنیو ناستو کې ښوونه ورکړه. نوموړي پلاوي د مارچ په شلمه نېټه په ننګرهار پوهنتون کې د خدايي خدمتګارۍ په اړه د يوې ستېج ډرامې له وړاندې کولو وروسته د باچا خان بابا مزار ته ورغی او د هغه په مزار يې د ګلونو څادر وغوړولو. د باچا خان تعليمي مرکز مشر ډاکټر خادم حسېن د بابا په مزار له دعا وروسته مشال راډيو سره په خبرو کې وويل: (( باچا خان بابا د پښتون ـ افغان ولس د سلګونو، زرګونو کلونو د تاریځ د روح علامت دی. زموږ ټولو ملګرو دلته عهد تازه کړ چې د بابا تګلاره، د بابا مرام، به همېشه، په خپل زړه او روح کې ساتو.))

وږمه فېروز
وږمه فېروز

يوه ځوانه نجلۍ چې د باچاخان بابا د مزار د ليدو ارمان يې په ړومبي ځل پوره شوی و، خوشاله وه خو دې هم د مزار په ویجاړ حالت خواشيني څرګنده کړه. (( زما نوم وږمه فیروز دی، افغانستان ته په اول ځل راغلم، ډېره زیاته خوشاله یم او داسې محسوسوم لکه خپل کورته چې راغلې یم، خو نن چې زه د بابا مزار ته راغلم، په دې باندې زه ډېره خوشاله شوم خو چې ومې کتل د بابا مزار ډېر زیات وران ویجاړ پروت دی، ډېره زیاته خفه شوم، هغه خو به ملکونه جوړول، هغه خو به خلک جوړول، لارې کوڅې به يې هم جوړولې او دا یو وړوکي شان مزار دی او څوک هم د دې ذمه واري نه اخلي چې دا مزار جوړ کړي، نو په دې باندې زه ډېره زیاته خفه شوم.))

د باچا خان تعليمي مرکز یو تن غړی اشرف علي په دې خواشيني څرګنده کړه چې په تېرو اوږدو کلونو کې هم د بابا مزار او کمپلکس جوړ نه کړی شو. (( باچاخان بابا سره خو موږ د هغه جنازه کې راغلي وو، یو ځل بیا په ۱۹۹۸ ميلادي کې دعا ته راغلي وو، اوس چې د بابا مزار ته راغلو، خوشاله هم شوو او خفه هم شوو، خوشاله په دې شو چې د مزار د جوړېدو کار تر يوه حده رسېدلی دی، خو خفه په دې یو چې وخت په کې تېر شو او د تکميل پړاو ته ونه رسېدو.))

ډاکټر خادم حسېن وايي چې د مزار او کمپلېکس د جوړېدو مسووليت د باچاخان تعليمي مرکز په غاړه نه دي خو زیاتوي چې دی به پوره هڅه وکړي چې د مسوولو اشخاصو پام ورواړوي. (( په هر ځای، په هر ګودر او په هر ډګر به همدا خبره کوو چې تر څو پورې مې د بابا کمپلېکس چې په هغې کې يو کتابتون شامل وي، په هغې کې يو پوهنتون شامل وي، په هغې کې يو کنفرانس روم شامل، د دې لپاره چې څه هم کولای شوو، خپلې هڅې به جاري ساتو.))

د ذکر وړ ده چې د باچا خان په مزار د کمپلېکس د جوړېدو چارې د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ پر مهال پیل شوې وې چې، بیا د کورنيو جنګونو له امله تر اوږدو کلونو ځنډېدلې وې، خو د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال پرې دوه ځلې کار پیل شو، چې چارې يې تر اویا سلنې پورې تر سره شوي، خو د تېرو دوه نیمو کلونو راهيسې په مزار د کمپلېکس د جوړېدو چارې درېدلي، تر اوسه پورې په ټپه ولاړې دي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG