د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې نوی کال په جشنونو او اتڼونو ولمانځل شو


د نوي کال لومړې ورځ د افغانستان د نورو ولایتونو سربېره په کابل کې هم په جشنونو او اتڼونو ولمانځل شوه.

د کابل ښار په وزیر اکبر خان غونډۍ کې له بېلا بېلو سیمو سړي، ښځې او ماشومان سره راغونډ شوي ول او دغه ورځ په ګډه په خوشالۍ سره لمانځي.

میر فراز او حامد د کابل ښار اوسیدونکي وايي:

"دلته راغلی یم ډېر خوښ یم، اوس سره ټول یو دي، دا مې دعا وه یو داسې وخت دې راشي چې موږ په افغانستان کې جشنونه وکړو اوس خدای هغه وخت راوستلو. د موسیقۍ له اورېدو مې خوند واخېست، موږ له جګړې ستړي یو نور جنګ نه غواړو."

د دغې ورځې تر ټولو ستر مراسم د بلخ ولایت د مزارشریف په سخي زیارت کې د جنډې په پورته کولو سره ترسره شول چې د یو شمېر لوړ پوړو افغان چارواکو سربېره د نورو هېوادونو چارواکو هم په کې ګډون درلود.

همدا راز د کابل کارته سخي سیمه کې په سخي زیارت کې هم سلګونو افغانانو د جنډې د پورته کولو مراسمو کې برخه اخېستې وه او دغه مراسم یې په امنه فضا کې ولمانځله.

د کابل یو شمېر اوسیدونکي په هېواد کې روانې ناخوالۍ د اندیښنې وړ بولي خو وايي چې د یوې ښې راتلونکي لپاره هیله مند دي.دوی د جګړې پر ښکیلو غاړو غږ کوي چې له جګړې لاس واخلي.

باز محمد مبارز ورزشکار، او صفي الله د کابل ښار اوسیدونکي وايي:

"هیله لرم چې دغه کال د سولې، سوکالۍ او دوستۍ کال وي او له ټولو هغه ستونزو سره چې اوس ورسره مخ یو لېرې شو.

-ټول ملت دا هیله لري چې دغه کال د سولۍ او خوښې کال اوسي، داسې یو کال چې ټول خلک په سوله کې ژوند وکړي."

د نوي کال مراسم په کابل او د افغانستان په نورو ولایتونو کې له کلکو امنیتي تدابیرو سره ترسره شول.

د دغو مراسمو لپاره د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري ځانګړي تدابیر نیول شوي وو او افغانانو خپل مراسم له کومې امنیتي پیښې پرته ترسره کړل.

راپور: عبادالله حنان زی

XS
SM
MD
LG