د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پوځي عدالتونو غځولو پر بل رایه اخېستل کېږي، اڅکزي یې مخالفت وکړ


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی

نن سېشنبه [۲۱م فبرورۍ ۲۰۱۷] به د پوځي عدالتونو د مودې غځولو په اړه قامي اسمبلۍ ته اتویشتم آیني ترمیمي بل د رای شماري لپاره وړاندې کېږي.

تېره ورځ په قامي اسمبلۍ کې د انصاف او قانون وفاقي وزیر زاهد حامد دا بل د بحث لپاره وړاندې کړی وو.

د پاکستان تحریک انصاف شاه محمود قرېشي ، د عوامي مسلم لیګ شېخ رشید او د پیپلز ګوند سید نوید قمر د یاد بل بې له شرطه حمایت وکړو او ویې ویل چې حکومت ته د مقدمو په انصاف سره د اورېدنې، د قومي سلامتۍ کمېټۍ جوړولو او د عدلیې په نظام کې د اصلاحاتو راوستو ژمنې دې پوره کړي.

بلخوا د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي قامي اسمبلۍ ټه په دې اړه په خپله وینا کې د دې بل مخالفت وکړ او و یې ویل چې د دې بل په ملاتړ کولو سره دی په ملک کې له ججانو سره ناانصافي نه شي کولي.

تېره اونۍ د پوځي عدالتونو موده دوه کاله غځولو په اړه ټولو سیاسي ګوندونو اتفاق کړی وو او د پیپلز ګوند په نهه نکاتو کې په څلورو اتفاق شوی وو.

د روان کال په جنورۍ میاشت کې د پوځي عدالتونه موده ختمه شوې وه چې ورستو پرې سیاسي ګوندونو بیا مشاروت پیل کړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG