سره له دې چې د نوروز جشن د لمانځلو لپاره دوې میاشتې دمخه یو کمیسیون جوړ شو چې پکې د فرهنګي او امنیتي برخې کمېټې هم شاملې وې، خو له یوې اوونۍ راپدېخوا د نوروز جشن د امن ساتلو لپاره امنیتي تدابیر ډېر شوي دي.
د بلخ امنیتي چارواکو په خبره چې څه باندې ۶ زره افغان سرتېرو ته دنده سپارل شوې، ترڅو د ۱۳۹۶ کال د نوروز جشن د لمانځلو امنیت تامین وساتي.
دا امنیتي تدابیر هغه مهال نور هم شدید شول چې د دوشنبې ورځې پر ۱۲ بجو افغان سرتېرو په مزارشریف ښار کې خاصتاً په هغه لارو کې چې د حضرت علی منسوب زیارت ته ور وځي، د ګاډو په تګ راټګ بندیز ولګاوه.
د بلخ د پولیسو ویاند شېرجان دراني وايي چې د دوی اساسي هدف دا دی ترڅو د نوروز مراسم په کاملاً امنه فضا او پرته له هېڅ امنیتي تهدید څخه پای ته ورسي.
هغه وویل:
"ملي پولیس، ملي اردو او د ملي امنیت ځواکونه موظف شوي ترڅو له هر ډول تهدید او ګواښ سره مبارزه وکړي، د مخالفینو او دښمن هر ډول تخریبي فعالیت شنډ کړي او د نوروز مراسمو امنیت خوندي وساتي."
حسین هېواد مل په بلخ ولایت کې د ملي امنیت سرتېری دی او وايي؛ دې ته چمتو دی ترڅو یې وینه توی شي او له خپلو خلکو او د ښار له ارامتیا څخه یې ساتنه وکړي.
هغه ازادي راډیو ته وویل:
"زه خلکو ته ډاډ ورکوم چې موږ امنیتي پوځ دې ته اماده یو چې خپله وینه توی کړو خو ستاسو امنیت خوندي وساتو، په خوشحالیو نوروز ولمانځی."
د بلخ ولایت ښاریان هم د روانو امنیتي چارو څخه په دې ولایت کې خوشحاله برېښي او د افغان امنیتي ځواکونو څخه پر دې مننه کوي چې په هڅه کې دي، د نوروز مراسمو امنیت خوندي وساتي او دوی په آزاده خاطر خپل جشن ولمانځي.
د مزارشریف ښار اوسېدونکی محبوب باقي زاده وايي چې د نوروز جشن د امنیت لپاره ترسره شویو امنیتي امادګیو ته خوشحال دي او له افغان سرتېرو مننه کوي.
محبوب په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"له امنیتي سرتېرو مننه کو، دوی د ښار امنیتي ښه تامین ساتلی او دوی دي چې موږ خپل مراسم په امنه فضا کې ترسره کو."
په داسې حال کې امنیتي تدابیر نسبت هر وخت ته مزارشریف کې ټینګ شوي چې داسې ګونګسي ترڅو د ۱۳۹۶ کال د نوروز جشن په لمانځلو کې په د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني هم برخه اخلي، خو تر دمه د بلخ محلي چارواکو دا خبر رسماً نه دی تائید کړی.
راپور: مجیب الرحمن حبیب زی