د خوشاله هېوادونو د نړيوال راپور په فهرست کې افغانستان يوسل او يوڅلوېښتم راغلى دى.
د ٢٠١٧میلادي کال په دغه راپور کې ناروې په اول، ډنمارک په دويم او د مرکزي افريقا جمهوريت په وروستۍ لیکه کې راغلى دى.
ناروې پروسږ کال (٢٠١٦میلادي کال) کې پر څلورم نمبر وو.
د سږکال په راپور کې ډنمارک دويم، ايسلنډ درېيم او سويس هېواد څلورم ځای نیولی دی.
په دغو څلورو هېوادونو کې هغه عمده دلايل چې د خلکو له خوښۍ سره يې مرسته کړې د خلکو ازادي، سخاوت، ریښتینولي، روغتيا، ښه ګټه او ښه حکومتولي ښودل شوې ده.
خو افغانستان چې د درغلو هېوادونو په کتار کې تر ګڼو هېوادونو مخکې دى، د خوشاله هېوادونو د سږکال په راپور کې ١۴١م دى.
پاکستان، ايران، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، اذربايجان، تاجکستان او قرغزستان تر افغانستان مخکې او نسبتاً په ښه موقف کې دي.
د مرکزي افريقا جمهوريت د خوشاله هېوادونو په کتار کې اخري يعنې يوسل او پنځه پنځوسم دى.
افغانستان د ٢٠١٦میلادي کال په فهرست کې يوسل او څلورپنځوسم و، خو سږکال يوڅو درجې مخکې شوى دى.
دغه راز د امريکا متحده ايالات چې په ٢٠١٦میلادي کال کې د خوشاله هېوادونو په فهرست کې ديارلسم و، د سږکال په راپور کې څوارلسم راغلي دي.
د خوشاله هېوادونو اول نړيوال راپور د ٢٠١٢میلادي کال په اپرېل مياشت کې د ملګرو ملتونو د هغې غونډې په ملاتړ خپور شو چې په لوړه کچه د خوښۍ او هوساينې په هدف جوړه شوې وه.
د سږکال په راپور کې دا نتيجه اخيستل شوې چې کار او مصروفيت هم د خوښۍ عمده دليل دى، دغه راز ذهني او بدني روغتيا، ټولنيزې اړيکې او په اقتصادي لحاظ پر ځان بسياينه هم د خوښۍ مهم لاملونه ګڼل شوي دي.