د لاسرسي ځای

تازه خبر

د غاښي کنډو پوله ساتونکیو ته اکمالات


کونړ ولایت د افغانستان په نقشه کې
کونړ ولایت د افغانستان په نقشه کې

دکونړ والي وحیدالله کلیمزی وايي د پاکستان سره په پوله پرتې سیمې غاښي کنډو کې یې افغان ځواکونو ته د هوا له لارې اکمالات کړې دي.

د نوموړي به وینا په دغه سیمه کې موظف سرتیري د لارو د خراب وضعیت له کبله د خوراکي موادو د کمبوت سره مخ وو. نوموړي زیاته کړه:

«اوس زموږ سرتیري هیڅ ستونزه نه لرې .زموږ دغاښي کنډو، ناواپاس او بنشۍ سرحدي پولیس پوره تجهیز دي .»

د ارشیف انځور کې افغان سرتیري وینئ
د ارشیف انځور کې افغان سرتیري وینئ

والي وویل د ډیورنډ په پوله پراته افغان سرتیري دسر په بدل له خپلې خاورې ساتنه کوې، خو دغو سیمو ته غځیدلي سرکونه له څو کالو راپدیخوا دترافیکو پرمخ تړل شوي او دوی هڅه کوي چې د یادو لارو پرانستلو دپاره پوځي عملیات ترسره کړې، څو په بنشۍ ،غاښي کنډو او ناواپاس کې پرتو سرتیرو ته دځمکې له لارې اکمالات وکړي.

په غاښې کنډو کې یو تن پولیس د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې دهوا له لارې ورته یو څه اکمالات شوي او تیره شپه ورسره ولسمشرغني هم خبرې کړي او ورته يی ډاډ ورکړی چې ستونزې به يي هوارې شي.

د ډیورنډ په کرښه پراته پولیس دلارو بندیدو ، هلته ددوی ډیر وخت پاتې کیدل ،د خوراکې او نورو اړینو موادو کمی او نورې ستونزې دي چې دوي يی دحل دپاره رسنیو سره شریکوي او تل د راپورونو له خپریدو وروسته يي ستونزې په موقت ډول هوارې شوې خو دلارو پرانستل چې ددغو ستونزو اساسي حل دی ددې دپاره حکومت لا کوم کوټلی ګام ندی پورته کړی.

XS
SM
MD
LG