د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان سر شمېرنه او د سیکانو خالي جولۍ


د ارشیف انځور کې د باړې سیکان وینئ.
د ارشیف انځور کې د باړې سیکان وینئ.

په پاکستان کې اوسیدونکي سيکان وايي په ملک کې پر روانو سرشمېرنو اندېښنې لري، ځکه چې د سر شمېرنې په فورمو کې د نورو لږکیو ذکر شته خو د دوی د مذهب نوم پکې نه دی شامل کړل شوی.

رادیش سنګ ټوني، چې د پاکستان د سیکانو د سرتاسري ټولنې مشري په غاړه لري، د یکشنبې په ورځ یې په پېښور کې مشال راډیو ته وویل چې په ټول پاکستان کې پنځه لکه سیکان ژوند کوي، خو حکومت دوی له پامه غورځولي دي.

نوموړی زیاتوي:

« موږ که لږ یو او که ډېر یو، دا حق لرو چې په سر شمېرنه کې وشمېرل شو، ځکه چې دا یوه ضروري پروسه ده او که موږ ترې بې برخې پاتې شو، نو زموږ راتلونکي نسلونه به ترې کړیږي.»

خو بل پلو په اسلام اباد کې د سر شمېرنې د ادارې ویاند حبیب الله خټک وايي، دوی مني چې د سیکانو اندېښنه پر ځای ده او دوی په سر شمېرنه کې هغوی نه دي شامل کړي خو د سر شمېرنې لپاره په ۲۰۰۶ کال کې یوه کمیټي جوړه شوې وه، او د هغوی د سپارښتونو په رڼا کې چې کومې فورمې جوړې شوي په هغې کې سیکان نه وو شامل کړل شوي. د نوموړي په وینا دا ځکه چې هغه مهال د احسایو ترمخه په پاکستان کې د سیکانو شمېره دپام وړ نه وه.

حبیب الله خټک وايي اوس چې سر شمېرنه پیل شوې، او فورمې په ډکېدو دي، نو بدلون پکې ممکن نه دی.

خو د سیک ورورولۍ مشر رادیش سینګ وايي، دوی د پاکستان سترې محکمې او د بشري حقونو د ټولنو نه په دې لړ کې د مرستې غوشتونکي دي.

XS
SM
MD
LG