د لاسرسي ځای

تازه خبر

په چارسده کې وسله وال بريد، درې کسان وژل شوي

پاکستاني پوځ وايي، په چارسده کې يې د فرنټير کاسنټبلري پر کېمپ د ځانمرګو بريدونو هڅه شنډه کړې ده چې پکې د برید ګرو په ګډون درې کسان وژل شوي دي.

د پاکستاني پوځ د مطبوعاتو اداره ای ايس پی ار چارواکو مشال راډیو ته ويلي، د جمعه په سهار دوه ځانمرګو بريدګرو د شبقدر په مېچنۍ کورونو کې د ايف سي پر روزنيز مرکز د بريد هڅه کوله چې امنيتي سرتيرو ورباندې ډزې وکړې او دواړه يې و وژل خو البته د ډزو په تبادله کې يو عسکر وژل شوی او يو ټپي دی.

تحريک طالبان پاکستان جماعت الاحرار ډلې ددې پيښې پړه منلې ده.

تېره مياشت هم په چارسده کې پر عدالت شوي وسله وال بريد کې درې بريد ګر او پنځه ولسي وګړي وژل شوي وو.

د هغې حملې ذمه واري جماعت لاحرار وسله ولې ډلې منلې وه.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG