د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسفنديار ولي: په پنجاب کې پښتانه ځورونکي دې په ګوته شي


د عوامي نشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان
د عوامي نشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان

د مرکزي حکومت ترڅنګ د پنجاب حکومت په بيا بيا دا تورونه ردوي او وايي چې دوی د کوم خاص قام يا نسل پرضد عمليات نه کوي بلکې د دوی عمليات د وسله والو پرضد دي.

اسلام اباد: د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان په پنجاب کې د پښتنو پر ستونزو د پاکستان وزيراعظم نواز شريف ته لیک لېږلی دی.

په دې لیک کې غوښتنه شوې ده چې په پنجاب کې د مزدورانو ، زده کونکو ، دکاندارانو او ځايي او هلته اوسېدونکو پښتنو پرضد په منظمه توګه شوو کارروايانو خلاف دې د عدالتي پلټنو له لارې دې ذمه وار کسان په ګوته کړل شي.

د عوامي نېشنل ګوند وياند زاهد خان د سېشنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل چې د ګوند مشر يې د وزيراعظم نواز شريف په نوم ليکلي لیک کې غوښتنه کړې ده چې په سم دستي توګه دې په پنجاب کې له پښتنو سره کېدونکی ناوړه چلن ودرول شي.

په لیک کې دا هم لیکل شوي دي چې د پنجاب په کوموسیمو کې چې هم بې ګنا پښتانه د پوليسو په ولقه کې دي هغه دې هم زر تر زره خوشي کړل شي.

د عوامي نشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان وزیراعظم نواز شریف ته دا لیک له هغه وروسته لېږلی دی چې د عوامي نشنل ګوند یو پلاوي تېره اونۍ پر هم دې مسله پنجاب ته سفر وکړ.

د یاد ګوند د جنرل سیکرټري میا افتخار حسېن په مشرۍ کې تللي هغه پلاوي د لاهور په یو شمېر سیمو کې له پښتنو سره ولیدل او د هغه ستونزې یې واورېدي.

د خیبر پښتونخوا د وزیراعلی په مشرۍ کې هم د یادې صوبې یو حکومتي پلاوی لاهور ته تللی وو او هلته یې له مېشتو پښتنو سره لیده کاته کړي وو.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له خوا هم په وار وار د احتجاج له لارې په پنجاب کې له پښتنو سره د ناوړه چلن غندنه شوې ده.

د خېبرپښتونخوا حکومت په صوبايي اسمبلۍ کې د یو قرارداد له لارې په پنجاب صوبه کې له پښتنو سره د ناوړه چلن غندنه شوې وه.

د بلوچستان په اسمبلۍ کې هم پښتنو غړو په پنجاب کې د پولیسو له خوا د پښتنو ځورول کېدو غندنه کړې وه.

خو د وزيراعظم سلا کار امير مقام وايي چې تيره مياشت يې د پښتنو د ستونزو او شکایتونو لړ کې د پنجاب صوبې اعلی وزير شهباز شريف سره ملاقات کړی وو او هغوی د ده – امیر مقام – په مشرۍ کې یو کمېټۍ هم جوړه کړې وه.

د امیر مقام په وینا ، ټاکل شوې وه چې د یادې کمېټۍ غونډه به له هرو دوو اونیو وروسته په لاهور کې کېږي او د حالاتو جاج به اخلي.

د نوموړي په وينا چې په پنجاب صوبه کې چېرته هم پښتنو ته ستونزه پېښېږي نو دا کميټي به يې په سمدستي توګه هواروي،

د مرکزي حکومت ترڅنګ د پنجاب حکومت په بيا بيا دا تورونه ردوي او وايي چې دوی د کوم خاص قام يا نسل پرضد عمليات نه کوي بلکې د دوی عمليات د وسله والو پرضد دي.

په پنجاب کې دا لانجمن صورتحال له هغه وروسته رامنځ ته شو چې په سیند او لاهور کې تر یو شمېر بریدونو وروسته د پاکستان امنیتي ځواکونو د ردالفساد په نامه عملیات پیل کړل.

XS
SM
MD
LG