د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان پولیسو په لښکرګاه کې ځینې مهیمې سیمې نیولې دي


د سرحدي پولیسو مسئولین وايي د منډه وې په نوم سیمه تر نیول کیدو وروسته کولی سي د نادعلي یوشمېر مهیمې سیمې په اسانۍ تر خپلې ولکې لاندې راولي.

دا په داسې حال کي ده چي د نادعلي د مرکز په لور پیل شوي عملیات کرار خو د پولیسو په خبره ښه پرمخ روان دي.

پولیس چارواکي وايي د ملکي کورونو ترڅنګ په سړکونو او کوڅو کې د کرل شویو ماینونو له امله هرقدم په ډېر پام ږدي. د سرحدي پولیسو د۴ لیوا د انجنرۍ ډلې یوشمېر سرتېري بوخت دي، هغه ماینونه شنډوي چې په تېرو څو میاشتو کې د وسلوالو لخوا کرل شوي ول.

د لښکرګاه ښار د دريمي امنیتي حوزي بولان دمنډه وې اړوند شاوخوا سیمې له تیرو شپږو میاشتو راهسي دوسلوالو په ولکه کي وي. د دوشنبې په ورځ د لښکرګاه په لوېدیځ کې دغه مهمې سیمې بیرته د افغان ځواکونو لاسته ولوېدلې. دلته په عملیاتو بوخت سرحدي پولیس وايې نه یوازي په زرګونو ماینونه کرل شوي دي بلکي وسلوالو تر ځمکې لاندې نغمونه ایستلي ول او د ډېرو لیرو سیمو څخه يې منډه وې ته تګ راتګ کاوه او د افغان ځواکونو پر پوستو يې درنې او سپکي مرمۍ اورولي.

د بولان په مربوطاتو کي د سرحدي پولیسو عملیات په داسي حال کي وړاندی روان دي چي د نادعلي په ګروپ شش او لوی باغ سیمو کي هم څو ورځي وړاندي دافغان ځواکونو لخوا پیل سوي عملیات دولسوالۍ مرکز ته نږدې سوي دي،خو عملیات ولي ډیر اهسته روان دي.

په هلمند کي د۴ سرحدي لیوا قومندان سمونوال ظاهرګل مقبل وايي نه یوازي جګړه کورونو کي ده او ډیر ماینونه کرل شوي دي، بلکې د ملکي تلفاتو او زیانونو د مخنیوي په خاطر کرار پرمخ ځي.

که څه هم تراوسه طالبانو نه ده منلي ،خو حکومتي مسئولین وايي د نادعلي او بولان دروانو عملیاتو پرمهال په لسګونه وسلوال وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

د افغان ځواکونو دتلفاتو په اړه هم دقیق مالومات نه دي ورکول سوي ،خو دسرحدي پولیسو ځیني سرچیني وايي تراوسه یو پولیس وژل سوی او څلور نور ټپیان دي.

XS
SM
MD
LG