د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: پرمختیايي پروژو لکونو کسانو ته د کار موقع برابره کړېده


د ارشیف انځور کې د غور ولایت یوه پرمختیايي پروژه وینئ.
د ارشیف انځور کې د غور ولایت یوه پرمختیايي پروژه وینئ.

د افغانستان د کلیو او پراختیا وزارت وايي چې روان لمریز کال د ۹۷۰ پروژو په پلي کېدو سره شاه خوا ۷۵۰ زره کسانو ته د کار زمینې برابرې شوې دي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي د یکشنبې په ورځ د فواید عامې، ښار جوړولو او کرنې وزارت له ویاندیانو سره په ګډې خبري غونډه کې وویل که څه هم امنیت د پروژو د عملي کېدو پر وړاندې ستونزه ده، خو ټینګار یې وکړ چې لسګونه نورې پروژې په ولایتونو کې په پام کې نیول شوې.

ښاغلی رستمي زیاتوي چې دغه پروګرامونه د ښاري تړون په چوکاټ کې عملي کیږي، چې له یوې خوا خلک لومړنیو خدماتو ته لاس رسي پيدا کوي او له بلې خوا سلګونه خلکو ته د کار زمینې برابریږي.

XS
SM
MD
LG