د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمان: د قبایلي سیمو په خیبرپښتونخوا ګډول نه منو


مولانا فضل الرحمان
مولانا فضل الرحمان

د جمعیت علما اسلام – ف – ګوند مشر وویل ، تر اوسه د حکومتي پرېکړو پرضد د احتجاج اراده نلري.

پېښور: د جمعیت علما اسلام – ف – ګوند مشر مولانا فضل الرحمان وايي چې دوی د حکومت دا پرېکړه نه مني چې ګواکې قبایلي سیمې به په خیبر پښتونخوا ګډې کړي.

مولانا فضل الرحمان دا څرګندونې د شنبې په ورځ په پېښور کې د قبایلي سیمو د اصلاحاتو په اړه تر شوې یو جرګه وروسته وکړې.

دا جرګه د جمعیت علما اسلام – ف – ګوند له اړخه را بلل شوې وه چې د قبایلي سیمو ګڼ شمېر ملکانو ، عالمانو او نورو ځايي استازو ګډون درلود.

مولانا فضل الرحمان تر جرګه وروسته په وینا کې د دې خبرې مخالفت وګړ چې قبایلي سیمې دې په خیبر پښتونخوا ګډې کړل شي.

نوموړي زیاته کړه چې لومړی دې له قبایلي سیمو بې کوره خلک خپلو سیمو ته ستانه کړل شي او بیا دې هلته سرشمېرنه وشي.

مولانا فضل الرحمان وویل چې د حکومت دا ادعا دروغ ده چې له قبایلي سیمو د بې کوره شوو خلکو اتیا فیصده بیرته خپلو سیمو ته بیول شوي دي.

د جمعیت علما اسلام – ف – ګوند مشر وویل ، تر اوسه د حکومتي پرېکړو پرضد د احتجاج اراده نلري.

ددې نه وړاندې هم جمعیت علما اسلام ف د وفاقې حکومت لخوا منظور شوي د قبايلي سيمو اصلاحاتو رد کړي ول.

د پاکستان وفاقې کابيني د مارچ پر دويمه نيټه – په اصولي توګه – د قبایلي سیمو د اصلاحاتو منظوري ورکړې وه.

د یادو اصلاحاتو له مخې به قبایلي سیمو په راتلونکو پنځو کلونو کې له ټولو خواو سره د سلا مشورو په نتیجه کې د پاکستان په اییني او قانوني چوکاټ دننه کوي.

د قبایلي سیمو د راتلونکي آییني حثیت په اړه د پاکستان او په ځانګړې توګه پښتانه ملتپال او مذهبي ګوندونه بېل بېل دریځ لري.

د عوامي نشنل ګوند په ګډون یو شمېر نور ګوندونه او ډلې وايي چې قبایلي سیمې دې په سم دستي توګه د حکومتي کمېټۍ له وړاندیز سره سم په خیبر پښتونخوا ګډې کړل شي.

خو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په ګډون یو شمېر نور ګوندونه او مشران بیا ټینګار کوي چې په قبایلي سیمو کې د هر ډول بدلون په اړه دې د هغه ځای د ولس رایه واخیستل شي او هره پرېکړه دې د هغوی په خوښه وکړل شي.

XS
SM
MD
LG