د لاسرسي ځای

تازه خبر

مشرقیوال: په ننګرهار کې ډرون د اسلامي دولت ډلې درې بهرني وسله وال وژلي


ډرون
ډرون

حضرت حسین مشرقیوال وایي چې په برید کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. اسلامي دولت وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

جلال اباد: د افغانستان د ننګرهار ولایت امینتي چارواکي وایي چې د یاد ولایت د اچین ولسوالۍ اړوند مامند درې سیمه کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې په برید کې د اسلامي دولت ډلې درې وسله وال وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال د شنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چېیاد برید تېره ورځ ناوخته تر سره شوی دی.

حضرت حسین مشرقیوال وایي چې په برید کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. اسلامي دولت وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د حضرت حسین مشرقیوال په وینا ، په دې برید کې په نښه شوي وسله وال ټول بهرنیان دي خو هغوی دا نه دي ویلي چې د کوم هیواد.

افغان چارواکو تر دې وړاندې په وار وار ویلي چې هلته په فعاله اسلامي دولت وسله واله ډله کې زیاتره د پاکستان کسان دي.

پاکستانیو چارواکو تر اوسه په رسمي توګه دا نده منلې چې ګواکې اسلامي دولت وسله واله ډله په پاکستان کې شتون لري.

خو افغان چارواکي وايي چې یاده ډله په ځانګړې توګه د افغانستان په هغو ولایتونو کې فعاله ده چې پاکستان ته څېرمه دي.

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې پروت یو له هغو ولایتونو دی چېري چې په دې وروستیو کې د اسلامي دولت ډلې او وسله والو طالبانو تر منځ د خپلمنځي جګړو ډېر خبرونو راغلي دي.

XS
SM
MD
LG