د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاکنډ کې د ترهګرۍ ښکار ۱۷۹ سکولونه بیا ورغول شول


د خېبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو سمبالولو اداره وايي چې په ۲۰۰۸ کې د وسله والو له لوري په نښه شوي سکولونه بيا ودان کړل شوي دي او د زده کړو لپاره پرانستل شوي دي.

د ادارې په وینا د ترهګرۍ په دغه لړۍ کې نېږدې ۱۸۲ سکولونه متاثره شوي ول چې ډېری پکې د نجونو ول او زیاتوي چې په ملاکنډ ډویژن کې یې د ۱۷۹ سکولونه ودانۍ جوړ کړې دي۔

د پي ډي اېم اې د مطبوعاتو د څانګې چارواکيتيمور علي مشال راډيو ته وویل، ۱۳۴ سکولونه په سوات،۲۱ کوز دير،۷ بونېر،او په بره دير کې ۲۰ پورې سکولونه د ترهه ګړې نه متاثره شوي وو.

"۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کاله را دېښوه موږ د دې سکولونو بيا د بحالۍ کار روان کړي وو نو تر اوسه پورې ۱۷۹ سکولونه موږ جور کړي دي کوم چې په هاغا وخت کې متاثره شوي وو۔او په دې کې چې د ټولو زيات سکولونه تباه شوي وو نو هاغه په سوات کې ۱۳۴ سکولونه وو."

دکال ۲۰۰۸ نه تر ۲۰۱۱ پورې ملاکنډ سيمه د وسلوالو ډلو په ولکه کې وه د څه له وجې د دغې سيمي بنيادي ډهانچې او تعليمي ادارو ته زيان رسېدلې وو چې پکې زيات د جينکو اسکولونه په نښه شوي وو۔

د سوات ضلعې تعليم څانګې مشرې زيب النساء مشال رېډيو ته وويل چې دغه سکولونو کې زدکړي يو ځل بيا روانې شوي دي او د اول نه زياتې جينکۍ اوس دغه اسکول ته راځي.

"دا سکولونه موږ ته حواله شوي دي او دا سکولونه په مکمله توګه اوس فعال دي او د ماشومانو شمېره پکې هم زياته شوي ده۔په دې سکولونو کې ماشومانه ته هر قسمه سهولتونه ورکړې شوي دي او ماشومان ښه خوشاله دي۔کوم ماشومان او استازانې چې نورو سکولونو او د کرايې عمارتونه کې زدکړو ورکولو له استول شوي وو هغوي اوس واپس دې اسکولونو ته راغلي."

په کال ۲۰۰۹ کې د خيبر پښتون خوا بيا ودانۍ او بحالې ادارې (پارسا) د افتونو د مبارزې صوبايي ادارې پي ډي اېم اې د امريکايي خيراتي اداراي يو اېس اېډ په مرسته او د وزير اعلې خصوصې پيکج تر لاندې د دغه اسکولونو بيا ودانۍ شروع کړې شوې وې۔

د پې ډي ايم اې تر مخه د ترهه ګرې نه متاثره نور پاتې سکولونو پشمول د سيلاب ځپلي په ۶۰ اسکولونو کار روان دې کوم به چې د را روان کال ۲۰۱۸ جون مياشت پورې تر سره شي۔

د تعليم محکمې تر مخه په سوات کې د جينکو پرايمري سکولونو شمېره ۵۴۰ ده او هم دا شان په سوات کې ۷۰ مډل يا تر اتم جماعت پورې سکولونه دي ۴۰ هايي يا د شپږم نه تر لسم جماعت، اوهايئر سيکنډري يا تر دولسم جماعت پورې ۱۱ اسکولونه دي.

XS
SM
MD
LG