د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: پر روغتون برید کې ۳۰ تنه وژل شوي ۵۰ ژوبل


حمله کوونکي څلور تنه و چې یوه تن یې ځان پوري تړلي چاودېدونکي توکي چوولي او درې تنه نور د روغتون ودانۍ ته داخل شوي دي. په کابل کې د سردار محمد داود خان په روغتون کی د افغان امنیتی ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته پای ته ورسېدله.

د افغانستان دفاع وزارت تائید کړه چې پر سردار محمد داوود خان روغتون د وسله والو حمله کې له ۳۰ زیات کسان وژل شوي دي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل چې په دغه پېښه کې شااوخوا ۵۰ تنه ټپيان شوي هم دي.

نوموړي زیاته کړه چې پر روغتون په حمله کې تر ډېره ډاکټران، ناروغان او ملکي کارکوونکي مړه او ټپیان شوي دي.

د ښاغلي رادمنش په خبره چې حمله کوونکي څلور تنه و چې یوه تن یې ځان پوري تړلي چاودېدونکي توکي چوولي او درې تنه نور د روغتون ودانۍ ته داخل شوي دي.

نوموړی وايي چې وسله وال نن سهار نهه بجې پر روغتون حمله کړې وه چې نن ماسپښين درې بجې او دېرش دقیقې د دوی په وژلو سره پای ته ورسېده.

'پر سردار محمد داود خان پر روغتون برید د نړیوالو بشري حقونو سرغړونه ده'

په افغاستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت په کابل کې د سردار محمد داود خان پر روغتون برید غندلی او دا یې له بشري حقونو سرغړونه بللې ده.

یوناما په خپله بیانیه کې په ټینګار سره ویلي تر درملنې لاندې د پوځي ځواکونو پر ناروغه او ژوبلو غړيو او یا د هغوی په درملنه بوختو د روغتون پر عمله چې د جګړې په تاوده سنګر کې هېڅ برخه نه اخلي، د هغوی وژل یا ژوبلول د نړیوالو بشري حقونو سرغړونه او د جنګي جنایت په چوکاټ کې راځي.

یوناما په شخړه کې ښکېلو پر ټولو غاړو رزور راوړی چې د نړیوال بشري حقوق له مخې دې د طبي کارکوونکیو، کلینیکونو او روغتونونو درناوی او ساتنه وکړي.

XS
SM
MD
LG