د لاسرسي ځای

تازه خبر

صوابۍ کې دوه سرتېري او پنځه وسله وال وژل شوي

نن(سېشنبه) سهار د خېبر پښتونخوا په صوابۍ ضلع کې دوه پاکستاني پوځيان وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړيکو ادارې آی اېس پي آر په وينا کېپټن جنېد او سپاهي امجد نن د سېشنبې په سهار د صوابۍ په ملک اباد سيمه کې د پوځي عملياتو پر مهال د وسله والو په ډزو ووژل شول.

بيان زياتوي چې د عملياتو پر مهال پنځه وسله وال هم وژل شوي دي.په پاکستان کې له وروستيو خونړيو بريدونو وروسته پوځ په ټول هېواد کې د وسله والو په ضد د ردالفساد په نامه نوي عمليات پېل کړي دي.

تحريک طالبان پاکستان مشال راډيو ته په لېږل شوي برېښنا ليک کې د دوو پوځيانو د وژلو مسوليت منلی دی.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG