د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د جهېز ضد بل وړاندې کړل شو


د خېبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې په جهېز د بندېز او وادونو کې يو قسم خوراک ورکولو په اړه د بل مسوده د زيارت په ماښام د جماعت اسلامي ګوند غړې راشده رفعت وړاندې کړه.

د بل تر مخه په جهېز د بندېز خلافورزي کوونکيو ته درې مياشتې قید او د دوه لکو روپیو د جرمانې سزا تجويز کړل شوې ده.

له مشال رېډيو سره په خبرو کې د جماعت اسلامي ګوند صوبايي غړې راشده رفعت وويل چې د جهېز لپاره د جينۍ مور پلار په مجبورولو کې ککړ کسانو ته به دغه سزاګانې ورکول کېږي.

د نوموړې په وېنا د واده په موقع د لس زرو روپو نه زيات په قيمتي ډالو به هم پابندي وي او په واده به د اوويا زرو روپو نه د زيات لګښت اجازت هم نه وي.

((په دې بل کې دا وړاندېز شوې چې د ډولې راوړلو په موقعه به چای يا شربت ورکول کېږي. د واده په وليمه به هېڅ بندېز نه وي ځکه چې دا سنت طريقه ده خو په وليمه کې به هم يو خوراک ورکول کېږي. دا بل په اسمبلۍ کې خو وړاندې شو اوس به چې کومه راتلونکې غونډه وي هغې کې به ټول غړې په دې بحث کوي او خپل تجوېزونه به وړاندې کوي.خو زه په دې ډېره خوشاله يم چې تر اوسه پورې يو هم بل د ولس، مطبوعاتو او چارواکو په سطح دومره نه دی ستايل شوی چې څومره دا بل وستايل شو.))

د ښځو د حقونو لپار کار کوونکې او د مدنې ټولنې فعالې شاد بيګم د صوبايي حکومت دا فيصله ستايلې او وايي چې د ټول ملک په شان په خېبر پښتونخوا کې هم اوس د جهيز او اضافي رسم ورواج له وجې جينکۍ په کورونو ناستې پاتې شي او د دوي ژوندضايع شي.

شاد بيګم زياتوي چې که يو خوا دا بل زر تر زره عملي کول پکار دې نو بله دا چې د غريبانانو سره سره شته من خلکو لپاره اول په دې عمل ضروري ګرځول پکار دي، هم د دې د لارې د خلکو سوچ بدلېد ي شي او په ټولنه کې توازن برابر پاتې کېدې شي

((چېلنج اوس دا دي چې ادارې په دې فعالولو،د خلکو په دې اړه سوچ بدلول به هله کېږي چې کله په دې قانون عمل درآمس په سمه توګه وشي،د دې قسمه قوانينو خلاف ورزي همېش شتمن خلک کوي خو رياست د هغي خلاف هېڅ يو ګامونه نه پورته کوي.په دې بل کې ډېو خبرو په ډېر ښه انداز وضاحت شوې خو اوس خبره د دې د عملي کولو ده او بل دا چې زموږ په اسمبليو کې چې کوم خلک ناست دي هغوي نه دا تپوس کول پکار دې چې ايا د حکومت کومې متعلقه ادارې او خلک دي هغوي ولې په دې عمل نه کوي.))

د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ ډپټي اسپيکره او د واکمن ګوند تحريک انصاف غړې ډاکټر مهر تاج روغاني وايي چې دا يوه ډېر مهمه مسله وه او د ابل راوړل ډېر ضروري وو.

د دې په وینا صوبايي حکومت د دې حمايت کوي او کوشش به کوي چې دا نه يواځې له اسمبلۍ زر تر زره منظور کړي بلکې په دې عمل درآمد هم يقيني کړي.

((زموږ په ملک کې مسله دا ده چې دلته قانون او پالېسۍ ډېر وخت اخلي خو موږ به کوشش کوو چې دا زر تر زره عملي کړو. دا به متعلقه ادار څانګې ته وړاندې کوو. له هغوی سره به مشورې کوو او چې څومرره موږ نه کېږي موږ به دې بل په اړه کوو.))

د بشري حقونو او د ښځو د حقونو لپاره کار کوونکي فعالان وايې چې د دې بل قانون جوړېدو ورستو د دې څارنه دې هم يقيني کړې شي چې دا شان په ټولنه کې د ښځو سره هر قسمه زياتي مخ نيوي وشي او د رسمونو رواجونو په نوم ښځې نه قربانېږي.

XS
SM
MD
LG