د لاسرسي ځای

تازه خبر

"زما اواز" خیبر پښتونخوا کې د ښځو مرستندویه کرښه


د خیبر پښتونخوا صوبې هغه ښځې چې کورنۍ یا نورې ستونزې لرې پر دغه ټېلیفوني شمېره 0919212026 دې سرکار ته خپل مسله بیان کړي

د خيبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ "زما اواز" په نوم مرستندویه کرښه [هېلپ لاين] پیل کړې چې موخه یې د جنسي تېریو، کورنيو شخړو او د نورو مسلو ښکار ښځو ته چوتره [فلېټ فارم] برابرول دي چې هغوی خپلې ستونزې نېغ په نېغه د خپلو سیمو پارلېماني استازیو ته ورسوي.

د دغه مرستندویه کرښې په باب د صوبايي اسمبلۍ د ښځو پارلېماني کمېټۍ مشرې معراج همايو مشال راډيو ته وویل چې دا یوه کلنه ازمايشي منصوبه یې د دې لپاره پیل کړې چې لیرې پرتو سيمو کې د صوبايي اسمبلۍ لپاره ښځينه استازې نه شته او د دغو سيمو ښځو ته خپلې مسلې تر چارواکو رسولو لپاره د يوه ځانګړي پلېټ فارم ضرورت وو۔ ځکه چې د لیرې پرتو سيمو د ښځو له ستونزو دوی هډو خبرېږې هم نه، که پر یوچا تېزاب پاشل شوي وي، سوځول شوي وي یا ان وژل شوې وي، دوی ته یې پته همو نه لګېږي۔ نو دا هېلپ لاین يوه لاره ده چې هغوی ورسره اړیکه ونیسي.

معراج همايو وویل د دغو مسلو هوارولو لپاره په اسمبليانو کې قانون سازي کول پکاره ده، د هغوی مسلې را-اوچتول غواړي، پر ستونزو یېخبرې کول پکار دي. نو دا یو داسې چوتره یا فلېټ فارم دی چې ښځې پکې تر سرکاره خپل غږ رسولی شي. د شانګلې، ټانک، دير او تور غر غوندې لیرې پرتو سيمو ته رسايي نه کېږي نو دغه هېلپ لاین له هغوی سره ډېره مرسته کولی شي.

دا هېلپ لاين د ښځو پارلېماني کمېټۍ [کاکس]، پاکستانۍ ښځې او د امريکايي مرستندویه ادارې يو اېس اېډ په مرسته په صوبايي اسمبلۍ کې د ښځو پارلېماني کمېټۍ له دفتره چلېږي.

د معراج همايوں په وینا د هېلپ لاين لپاره يو ښځينه او يو سړی آپرېټر يا چلونکي ټاکل شوي کوم به چې شکايتونه درجوي او د خيبر پښتونخوا له هر ګوټه ښځې د سهار له ۹ بجو تر ۵ بجو پورې پر دې شمېره 0919212026 باندې ټېليفون کولی شي او خپل شکايت درجولی شي.

د هېلپ لاين لپاره قانون چارو ماهرين هم ټاکل شوي کوم به چې متاثره شوې ښځو ته په قانونيچارو کې مرستي ورکوي.

د دې پروژې د قانوني چارو سلاکارهاېډوکېټ شندانه نعيم واييچې په خيبر پښتونخوا کې ښځې له خپلو قانوني حقونو خبر نه دي نو د دې هېلپ لاين په زريعه به د مختلفو مسلو ښکار ښځو ته وړيا قانوني مرستې تر لاسه شي او داسې به دوی له خپلو حقونو هم خبر شي۔

"په دې کې ډېرو ښځو ته د سېکشن معلومات نه وي د کتاب نه وي خو دا ورته معلومه وي چې عدالت د انصاف ورکولو لپاره دې او موږ ته به انصاف راکوي خو مخکې به يې بيا موږ پوهه کوو او وکيل به ورته ټاکو۔ دې ښځو له به موږ وړيا قانوني مرستې ورکوو زموږ ټاکل شوي وکيلان به له دوی سره کمک کوي او دوی به یوازې د اسنادو رجسټريشن پېسې ورکوي."

د ټېليفون له لارې درج کړل شويو شکايتونو او مسلو جاج به "زما اواز" هماړېکوونکې کمېټۍ [کوآرډينېشن کمېټي] اخلي او ډبليو پي سي يا د ښځو پارلېماني کمېټي کاکس، ''پاکستانۍ ښځې'' او صوبايي د ښځو کمېشن به شکايتکونکيو ته په زغرده مرستې ورکوي او ملاتړ به يې کوي.

د ښځو حقونو لپاره يوې غېر سرکاري ادارې اوېکنګ د تفصيل تر مخه د سږني ۲۰۱۷ م کال کې له جنورۍ مياشتې راهسیې په خیبر پښتونخوا کې د غيرت په نامه ۹ ښځې وژل شوي او څلورو ځانوژنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG