د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسفندیار ولي : د وسله والو پرضد جنګ د ولس په ملاتړ ګټل کیدای شي


Peshawar:Asfandyar Wali Khan, leader of ANP talking to Radio Mashaal
Peshawar:Asfandyar Wali Khan, leader of ANP talking to Radio Mashaal

د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان وايي دوی د خپل حکومت پر مهال هڅه وکړه چې د ترهګرۍ لمن له قبایلي سیمو خیبر پښتونخوا ته خوره نه شي، خو د باروتو د ډیري واک او کنترول د بل چا په لاس کې و ، نو ځکه خبره ورانه شوه.

نوموړی وايي کلونه پخوا چې نصیرالله بابر د پاکستان د کورنیو چارو وزیر و او په افغانستان کې یې طالبان واک ته رسول نو دوی ددې خبرې مخالفت په ډاګه کړی و او ورته یې ویلي وو چې که افغانستان کې طالبان خواره شول ، نو ډیورنډ لاین به یې مخه ونه نیسي، دا کیسه به دلته پاکستان ته هم راځي.

اسفندیارولي خان وايي کله چې د دوی حکومت و نو د طالبانو سره یې د سولې د لارې اړیکې ونیولې، خو چې خبره ونه چلېده ، نو په سوات کې د طالبانو پرضد د ځواک نه کار واخیستل شو. نوموړی وايي داچې په قبایلي سیمو کې د صوبايي حکومت واک نه چلیږي نو ځکه طالبان هلته ځواکمن پاتې شول.

د مشال همکار خالدخان د عوامي نیشنل ګوند له مشر اسفندیار ولي خان سره مرکه کړې، چې دلته یې اوریدلی شئ :

اسفندیارولي / مشال مرکه
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:55 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG