د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې د پوليو مخنيوي هلې ځلې


پاکستان کي يوې غيرسرکاري ادارې، روټری کلب وايي چې دوی د معذورونکي وايرس، پوليو ختمولو لپاره په بلوچستان کې چارواکو سره خپلې مرستې جاري ساتي. د دې ادارې په وينا که بلوچستان کې د دې ناروغۍ مخنيوی وشي نو ټول پاکستان کې به دا وايرس په يو کال کې ختم شي.

په پاکستان کې د روټری کلب په نامه اداره د حکومت سره د پوليو ختمولو مرسته کوي. د دې ادارې مشر، عزیز میمن پرون کوټې ته ورغلی وو. هغه هلته د دې معذورونکي وايرس ختمولو لپاره د بلوچستان حکومت کار ستايلي دی خو زياتوي چې دې لړ کې لا نور ډير کار ته ضرورت دی.

نوموړي پرون مشال ريډيو ته وويل چې د پوليو رنځ مخنيوي کمپايت کې د مېرمنو کار د ډېرې ستاينې وړ دی. ((دې لړ کې د ښځو د ښه کار له وجې په بلوچستان کې ډير بدلون راغلی دی. موږ دلته نورې مرستې هم کوو تر څو د پوليو وايرس په پوره ډول ختم شي.))

پاکستان او افغانستان په نړۍ کې هغه دوه هيوادونه دي چې د پوليو وايرس پکې ډير دی. دواړو هيوادونو دې لړ کې د ويکسينو ګڼ کمپاينونه هم کړې دي خو د بې امنيوو له وجې ځينو ځايونو کې دا کمپاينونه بريالي نه دې پاتې شوي.

په کوټه کي د پولیو ضد د ایمرجنسۍ مرکز مرستيال مشر ډاکتر افتاب کاکړ وویل چې د صوبي څخه د پولیو په ختمولو کي روټری کلی مهم رول لوبوي. ((دوی موږ ته په زرګونو ويکسينونه راکړې دي. له دوی مو اوس نورې غوښتنې هم کړې دي. دوی راسره وعده کړې چې د پوليو خورېدو مخنيوي لپاره به راسره نوره مرسته هم کوي.))

دیادونې وړده چي د بلوچستان درې ضلعې (کوټه ، پشین اوقلعه عبدالله) د پوليو مرض له وجې زياتې خطرناکې ګڼل کيږي. په پاکستان کې د پوليو رنځ مخنيوي لپاره وخت په وخت ويکسينو کمپاينونه هم کيږي چې پکې له پنځوو کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته د دې وايرس مخنيوي لپاره څاڅکې او ستنې ورکول کيږي.

XS
SM
MD
LG