د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغان خاوره به د ګاونډيانو پر ضد نه کاريږي."


شکيب مستغني
شکيب مستغني

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني وزيراعظم د وروستیوو اندېښنو په غبرګون کې ويلي چې خپله خاوره به د ترهګرو استعمال ته پرينږدي. د دې وزارت وياند، شکيب مستغني نن ازادۍ ريډيو ته ويلي چې افغانستان به هيڅکله د ګاونډیو هيوادونو پرضد ونه کاريږي.

تر دې مخکې د پاکستان وزيراعظم نواز شريف په ترکيې کې ويلي وو چې د لاس پوڅو ډلو په روانه جګړه کې افغان خاوره د پاکستان پر ضد کاريږي. هغه زياته کړې وه چې هيله من دى چې افغان حکومت به د دې کار مخه ونيسي.

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني نن ازادي راډيو ته وویل افغان حکومت چمتو دی چې له پاکستان سره په ګډه د وسله والو هغو ليسټونو په اړه شريک کار وکړي چې دوی یو بل ته د ځپلو لپاره ورکړې دي. هغه همداراز ويلي: ((د افغانستان حکومت هیڅ یوې ترهګرې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې خاوره یې د ګاونډیو هېوادونو پر ضد وکارول شي.))

په دې وروستيوو کې پاکستان کې له يو لړ بريدونو وروسته، پاکستاني چارواکو افغانستان ته د ۷۶ وسله والو ليست سپارلی وو. دوی ادعا کړې وه چې دغه کسان له افغان خاورې پاکستان کې حملې پلانوي. دوه ورځې مخکې افغان چارواکو هم د ۸۵ وسله والو او د وسله والو د ۳۲ مرکزونو داسې ليسټ پاکستاني چارواکو ته وسپاره چې په خبره يې پاکستان کې مېشته دي او افغانستان ته ترهګر لېږي.

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار، حنيف اتمر څو ورځې مخکې ازادۍ راډيو ته ويلي وو چې دوی د پاکستان لخوا ورسپارل شوي لیست په اړه څېړنې کوي خو پاکستان هم بايد په څرګند ډول هلته موجودو طالبانو پر ضد ګامونه واخلي.

افغان چارواکو تل ويلي چې پاکستان کې وژل شوي القاعده مشر، اسامه بن لادن او افغان طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور په شان د حقاني نيټورک او کوټې شورا غړي همدغه هيواد کې دي. پاکستاني چارواکي بيا وايي د تحريک طالبان پاکستان مشر، ملا فضل الله او ځيني نور پاکستاني وسله وال افغانستان کې مېشت دي. دواړه هيوادونه د ترهګرو ملاتړ ردوي.

XS
SM
MD
LG