د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مرستیال ولسشمر عبدالرشید دوستم کور او دفتر کلا بند


په کابل کې امنیتي ځواکونو د افغان ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم کور او دفتر کلا بند کړي دي. دغو ځواکونو د دوستم کور ته غځېدلې ټولې لارې هم تړلي دي.

د کابل د ګارنیزیون قومندان ګل نبي احمدزي نن د مشال ریډیو افغان څانګې ته وویل چې د کابل ښار د شیر پور په سیمه کې د یوه امنیتی پلان له مخې امنیتی ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.

احمد ایشچي
احمد ایشچي

په همدې حال کې بیا د جوزجان پخوانی والي احمد ایشچي ادعا کوي چې امنیتي ځواکونو د جنرال دوستم د نهو ساتونکیو د نیولو لپاره سیمه محاصره کړې ده.

پژواک خبري اژانس د دولتي چارواکو د خولې لیکي چې د کابل ګارنيزيون ته امر شوی، چې د جوزجان پخواني والي او قومي مشر احمد ايشچي د تښتولو او جنسي تېري په تړاو د دوستم ساتونکي د څارنوالۍ له فرمان سره سم ونيسي.

يوې باوري دولتي سرچينې د کب په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون يوشمېر څارنوالانو له دوستم څخه غوښتي ول، خپل ساتونکي امنيتي ځواکونو ته د پلټنو لپاره وسپاري.

خو سرچينې زياته کړې، کله چې دوستم انکار وکړ، نو څارنوالانو دوستم ته وويل چې نور له کوره نه شي وتلى او نه هم دفتر ته تللى شي.

د آرګ يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې نن سهاروختي د بېلا بېلو ا رګانونو ګڼځواکونه سيمې ته راغلل او په ماڼۍ کې یې د ولسمشر او اجراييه رياست د څلورو واړو مرستيالانو دفترونه وتړل او کارکوونکي يې رخصت کړل.

په ځينو سړکونو کې د کابل ګارنيزيون د ځواکونو تر څنګ د کابل د ۱۰۱ اسمايي زون د چټک غبرګون پوليس هم ولاړ دي، خو دغه ځواکونه او په سيمه کې عام خلک د سړک د بندېدو په اړه هېڅ معلومات نه ورکوي او نه خبرې کوي.

ايشچي ادعا کړې چې د جنرال دوستم د کسانو له لوري وهل ډبول شوى او پهجنسي ډول ځورول شوى.

د ايشچي تر ادعا وروسته د افغانستان لويې څارنوالۍ جنرال دوستم ته په رسمي ډول څو ليکونه واستول، چې څېړونکي پلاوي ته حاضر شي او يا خپل قانوني استازى د څېړنې پروسې ته ور وپېژني، خپل هغه شکايت، ادعا يا دليل چې د ايشچي د ادعا په اړه يې لري، له يادې ادارې سره يې شريک کړي.

خو جنرال دوستم يادو ليکونو ته هېڅ اهميت ور نه کړ .

په دې اړه د کابل ګارنيزيون او د عبدالرشيد دوستم له دفتره لا څه نه دي ویل شوي.

XS
SM
MD
LG