د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې د سرشمیرنې په اړه جرګه شوې


په بلوچستان کې د ځینو سیاسي او مذهبي ګوندونو غوښتنه کړې ده چي د سرشمیرنې پرمهال دې افغان کډوال نه شمیرل کیږي او د هغو بلوڅانو لپاره دې یوه تګلاره وټاکل شي کوم چې د ناا منۍ له امله بې کوره کړل شوي دي ـ د سیاسي ګوندونو ځنو مشرانو دا خبره پرون په کوټه کې د یوې جرګې پر مهال کړې ده.

په دی اړه د پیپلزګوند پخواني صوبايي وزیر اود جرګې مرستیال کنوینر بسم الله خان کاکړ مشال راډیو ته وویل په ننۍ جرګه کې د ګوادره تر ژوبه د سیاسي ګوندونو غړي او مشران برخه لري.

جرګې ته په خپله ویناکي د بلوچستان نیشنل ګوند مشر سردار اختر مینګل وویل چي د افغانانو د شمیرې نه د پښتنو او بلوڅو یووالي ته هیڅ ګټه نشتهـ د دغه ګوندمرستیال مشر ساجد ترین وايي تر څو چې د ناامنیو له وجې د بې کوره کړل شوو بلوڅانو او په دغو سیمو کې د میشتو کډوالو د شمېرې به اړه پوره مالومات نه وي شوې، تر هغې د دې سر شمیرنې هیڅ ګټه نشته.

خو د کوټې پخواني ښاروال عبدالرحیم کاکړ زیاته کړه پکار ديچي ټول خارجیان د سر شمیرنې د عمل نه لري وساتل شي. هغه وایي سر شمیرنه د وسایلو د تقسیم په اړه ده، نو باید بهرملکیان پکې ونه شمارل شي.

د پښتنو ملت پالو لوي سیاسي ډلو پښتونخواملي عواميګوند او عوامي نیشنل ګوند په دیجرګه کي ګدون نه وو کړی ـ

البته دجمیعت علما اسلام پخواني صوبای مشر او د اسلامي نظریاتی کونسل مشر مولانامحمد خان شیراني په خپله ویناکي جرګه ته وویل چي په سرشمیرنه کي د افغان ګډوالو د شمیرې څخه هیڅ نقصان نشته ـ ځکه چي د دوی ونډه بهمرکزي حکومت پوره کوي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG