د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې چاودنې دوه پولیسوال وژلي ګڼ ژوبل


د بلوچستان په مرکز کوټه کې بېګا شپه په یوه بمي چاودنه کې دوه پولیس وژل شوي او شپاړلس نور ټپیان شوي دي. چادونه هله رامنځ ته شوه چې کله د بم شنډوونکیو د کوټې پر سریاب سړک تر یوه پله لاندې د یوه بم ناکاره کولو هڅه کوله.

په چادونه کي کمانډر عبدالرازق او پولیس والا عبدالمجید وژل شوي او ۱۶ تنه نور ژوبل دي.

د سریاب یوه پولیس عسکرالله ډته په وینا چې بم ترسریاب پله لاندې اېښودل شوی وو.کله چې دوی خبر شول نو سمدلاسه یې بم شنډوونکې ادارې ته خبر ورکړ. دبم ډسپوزل اسکوارډ کمانډرعبدالرازق د بم په ناکاره کولو بوخت وو چي چاودنه پرې وشوه.

بل خوا د بلوچستان اعلا وزیر نواب ثناءا لله زهري د پېښې غندنه کړې او د پولیسو مشر ته یې د امنیتي ګامونو پیاوړي کولو او د ککړو کسانو موندلو امر کړی.

د دغه چاودنې ذمه واري لشکر جنګوي العالمي پر غاړه اخېستې ده.

XS
SM
MD
LG