د هلمند ولايت د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډيو ته وویل چې د موټر بم په دغه برید کې ۷ تنه ملکیان او پوځي کسان وژل شوي او شل ملکیان او د ملي پوځ سرتېري ټپیان شوي.
په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو ویاند ډګروال محمد رسول ځاځی وايي په دغه چاودنه کې د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي او پنځه تنه ټپیان دي.
د چارواکو په خبره دا بريد د کابل بانک سره نيزدي شوی دی. چارواکي وايي په ظاهره د بريد هدف د افغان پوځ روان ټيکونه وو چې له امله يې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د چارواکو په وينا په دې برید کې اکثره هغه ښځو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې د بانک مخې ته د خیر ټولو لپاره راغلي وو.
تر اوسه د دې پېښي پړه چا په غاړه نه ده اخستي.