د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د ښځو حقونو خونديکولو لپاره څار ډلې به ژر کار پیل کړي'


د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت د صوبې په مختلفو ضلعو کې د ښځو حقونو تحفظ او پر دوی د تشدد مخنیوي لپاره د خیبر پښتونخوا د ښځو حقونو صوبايي کمېشن تر اېکټ لاندې کمېټیانو جوړولو فیصله کړې وه خو د فنډ کمي له وجې دا کمېټیانې لا تر اوسه نه دي جوړې کړل شوې.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د خیبر پښتونخوا د ښځو حقونو لپاره کارکونکې کمېشن یو چارواکی عبدالقادر خان وویل چې د کال ۲۰۱۶ د ښځو حقونو تر کمېشن اېکټ لاندی به دا کمېټیانې ضلعو کې جوړول کېږي.

د کمېټیانو لا تر اوسه نه فعاله کېدو په اړه عبدالقادر خان زیاتوي چې یو خو ورته فنډ ډېر وخت پس ترلاسه شو او بل د صوبايي کمېشن نوې عمله ټاکلو له وجې دا عمل د ځنډ ښکار شوی وو خو اوس به ډېر زر په دې لړ کې کار پیل شي.

"دا کمېټیانې به د خېر ښېګړې ادارې ترلاندې کار کوي. د دې مشره به یوه ښځه وي او نور غړي به یې له ضلعو هغه ښځې اخېستل کېږي چې د ښځو حقونو او د هغې له مسلو خبر وي او په دې لړ کې یې لږ ډېر کار کړی وي. د ضلعو په سطح دا کمېټیانې به صوبايي کمېشن ته جوابده وي او دوی ته به فنډونه هم صوبايي کمېشنورکوي."

د نوموړي په وینا په ابتدایې توګه دا کمېټیانې به په یوولس ضلعو کې کار شروع کوي چې پکې اېبټ آباد، سوات، صوابۍ، چارسده، مردان، کوهاټ او بنو راځي.

د دې هرې ضلعې د کمېټۍ مشري به ښځه کوي.

واضحه دي وي د کال ۲۰۰۹ د خیبر پښتونخوا د ښځو حقونو لپاره کارکونکې کمېشنپه اړه د ښځو حقونو مبارزو غوښتنه کړې وه چې په دې بل کې دې ترمیم وکړل شي چې دا نه صرف نور موثره جوړ کړې شي بلکې د کمېشنمشر او د نورو غړو انتخاب دې په شفافه طریقه وکړې شي.

دغه کمېشنترمیمي اېکټ تېر کال د خیبرپښتونخوا صوبايي اسمبلې منظور کړې وو.

د ښځو د حقونو مبارزه صایمه منیر وایې چې په بنیاده توګه د ضلعو په سطح کمېټیانې د خیبرپښتونخوا د ښځو د حقونو صوبايي کمېشند اېکټ برخه ده.

د نوموړې په وېنا که دا کمېټیانې جوړې شي نو دې سره به صوبايي کمېشنته سم مالومات ترلاسه کیږي او د هغې په بنیاد به دوي خپل کار شروع کوي.

دا زیاتوي چې د دې کمېټیانو نه به ښځو ته فایده رسي او ملګرتیا به یې کوي.

"ارومرو به ښځې د دې ملګرتیا کوي د هغې وجه دا ده چې دلته کوم مقامي ټولټاکنې شوې دي او کومې ښځینه کونسلرانې راغلې دي نو دا ښځې مخې ته راغلې. که تاسو تر دې مخکې په ۲۰۰۰ او ۲۰۰۱ کال کې وګورئ نو دا ښځې ډېرې چمتو وې خو دا ده چې طالبانایزېشن یو داسې چپه راغله نو هر څه پر خپلځای پاتې شول. مسله زموږ دا ده چې زموږ ټولنه او دود دستور داسې دی که موږ یو قدم مخکې واخلو نو دوه قدمه شا ته شو."

د خیبر پښتونخوا واکمن ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړې نادیه شېر وایي چې د ضلعو په سطح د ښځو حقونو کمېټیانو ضرورت دی.

د دې په وینا چې حکومت به یې د ښځو حقونو تحفظ لپاره موثره اقدامات اوچتوي.

"موږ د ښځو حقونو لپاره کوښښونه کوو. زه خپله له سوات سره تعلق لرم نو ما ته مالومه ده چې ښځو ته څومره ډېرې مسلې او هر قسمه حالات مخې ته راځي. د ښځو د حقونو لپاره په اسمبلۍ کې وخت په وخت اواز اوچتوو."

د خیبر پښتونخوا د ښځو د حقونو صوبايي کمېشند قانون له مخې چې په دې ضلعي کمېټیانو په غړیو کې به زیات شمېر د ښځو وي او دا کمېټیانې به خپل رپورټونه صوبايي کمېشن ته وخت په وخت وړاندې کوي.

XS
SM
MD
LG