د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت د چارسدې تنګی کې مذهبي مدرسه وتړله


د خیبر پښتونخوا صوبایي حکومت په احکاماتو د چارسدې تنګی تحصیل کې د جمعیت العلماې اسلام ف ډلې یوه مدرسه بنده کړل شوې ده چې پکې د باجوړ، مومندو او چارسدې په ګډون د ګڼو نورو سیمو تر درې نیم سوه زیاتو زده کوونکي ول.

دارالعلوم تعلیم القران و سنت مدرسې په اړه د چارسدې ضلعي پولیس افسر خالد سهېل په وینا چې د دې مدرسې هلې ځلې سمې نه وې او د استخباراتي ادارو په رپورټ تړل شوې ده.

”صوبایې حکومت د دې د بندولو حکم کړې وو او د هغې پس دا بنده کړې شوه. په دې کې څه شک نه وو استخباراتي ادارو وویل چې په دې مدرسه کې سمې هلې ځلې نه کیداې او د ثبوت نه پس دا بنده کړې شوه. وړومبې استخباراتي ادارو چاپې وهلې وي . تر څو چې د سیاسي ګوندونو په اړه د مدرسې خبره دا نو د مدرسې مشر د خپل ځان ساتلو لپاره داسي خبري کوي، په دې کې د سیاست هیڅ نشته. “

د دارالعلوم تعلیم القران و سنت پېش امام ویلي ول چې د مدرسې په تړلو کې د قومي وطن ګوند لاس دی خو د چارسدې ضلعې د جمعیت العلما اسلام ف ډلې امیر مولانا هاشم خان وایي چې د سیاسي ګوندونو په اړه دا د مدرسې د مشر ځاني رایه کېدای شي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې مولانا هاشم خان وویل چې د مدرسې تر تړلو مخکې چاپې وهل شوې وې او د شپږم ټولګي د باجوړ اېجنسۍ یو هلک یې له وسله والې ډلې داعش سره د تړاو په شک اوچت کړی هم وو.

د ده په وینا چې د دوی مدرسه د وسله والو ملګرتیا نه کوي.

”د حکومت خیال دا دی چې دلته وسله وال راځي، نو موږ ورته وایو چې تاسو پر کومو کسانو لاس ږدی نو هغوی بوځی او موږ ته به دا ثابتوئ چې دا وسله وال دي او دوی په کوم ځای او کومه معامله کې ککړ دي. موږ خو د وسله والو ملګري نه یو. دوی دې موږ ته په ګوته کړي چې په دې مدرسه کې او یا په بله هغه کې هم وي نو ورته یې ورکوو خو موږ دا وایو چې د مدرسې بندولو څه معنا ده؟.“

واضحه دي وي د ۲۰۱۴ کال په دیسېمبر کې د پېښور پر ارمي پبلک سکول تر برید وروسته وفاقي حکومت د پارلېماني مشرانو په اتفاق د ترهګرۍ مخنیوي لپاره شل نکاتي قامي تګلاره جوړه کړې وه خو د کارپوهانو په نظر پوځ خپل کار وکړو خو سیویل حکومت لا تر اوسه په سمه توګه په دې عملداري نه ده کړې.

د دفاعي چارو کار پوه او پخوانی بریګېډیېر محمود شاه وایي چې د ترهګرۍ مخنیوي لپاره به حکومت ته په قومي تګلاره په تندۍ سره عملداري کول وي.

د ده په وینا تر څو چې دوی په شلو نکاتو مخکې نه وي تللي نو په ملک کې ترهګري نه شي ختمېدلی.

پروسږکال د داخله چارو وزارت لخوا قومي اسمبلې ته ویل شوي ول چې د ترهګرۍ خلاف جوړې قومي تګلارې له مخې دوه سوه او څلور پنځوس مشکوکې او غېررجسټرډ مدرسې بندې کړل شوې دي.

په دې ورستیو کې په مدرسو کې اصلاحات راوستو په اړه وفاقي حکومت د مذهبي ګوندونو مشرانو او عالمانو سره غونډې هم شوې وې چې عالمان پرېمتفق شوي هم ول.

XS
SM
MD
LG