د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد کې د فاټا حقونو لپاره جرګه روانه ده


د ګل په ورځ د قبايلي سيمو اصلاحاتو په اړه د اسلام آباد په کنوېنشن سېنټر کې جرګه روانه ده چې پکې د قبايلي سيمو اوسني او پخواني پارلېماني استازي، قبايلي مشران، پخواني سفارتکاران او له سرکاري افسرانو سره سره وکيلان، زده کونکي او د فاټا سياسي اتحاد غړي ګډون لري.

له کرمې اېجنسۍ منتخب پارلېماني استازي ساجد حسېن توري مشال راډيو ته وويل چې جميعت علماء اسلام ف ډلې او پښتونخوا ملي عوامي ګوند په فاټا اصلاحاتو سياست شورو کړی دی نو د نننۍ جرګې له لارې هغوی ته دا پېغام ورکوي چې د قبايلي سيمو غوره مستقبل له خېبر پښتونخوا سره په شاملېدو کې دی.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنټر عثمان کاکړ وايي دا جرګه نه بلکې جلسه ده او د زرګونو کسانو داسې جلسه خو پښتونخوا ملي عوامي ګوند هم په اسانۍ سره رابللی شي.

د ذکر ده چې د تېر ګل په ورځ پښتونخوا ملي عوامي ګوند په اسلام آباد کې يوه جرګه رابللې وه چې پکې ګډونوالو د فاټا اصلاحاتي کمېټۍ راپور رد کړو او غوښتنه يې وکړه چې د قبايلي سيمو د راتلونکې فيصله دې د فاټا ولس په خپله وکړي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنټر عثمان کاکړ وايي چې دا کومه جرګه د فاټا پارلماني استازو رابللې ده نو دا جرګه نه بلکه جلسه ده او د زرګونو کسانو داسې جلسه خوپښتونخوا ميپ هم په اسانۍ سره رابللی شي.

د نوموړي وينا وه چې که په سلګونو جرګې وشي او ایسټېبلیشېمنټ هر څومره زور ولګوي خو خبره دا ده چې دوی ولې له دې ډډه کوي چې د فاټا له ولسه دې رایې واخېستل شي.

جرګې ته منتخب پارلماني استازو خپل مخصوص کسان رابللي دي او د دوی پشمول يو شمېر مشرانو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې
ملک خان مرجان

په قبايلي سيمو کې اصلاحاتو لپاره وزيراعظم نواز شريف ۲۰۱۵ کال کې د سرتاج عزيز په مشرۍ پنځه کسيزه کمېټۍ جوړه کړې وه، يادې کمېټۍ د قبايلي سيمو له دورو ورسته خپلو تيار کړل شویو سپارښتنو کې ويلي دي چې قبايلي سيمې دې په مرحله واره توګه په خيبر پښتونخوا کې شاملې کړل شي.

خو د فاټا ګرېنډ الاينس مشر ملک خان مرجان وايي چې دوی د فاټا اصلاحاتي کمېټۍ د سفارشاتو مخالفت کوي ځکه چې د قبايلي سيمو زياتره خلک نه غواړي چې فاټا د خېبر پښتونخوا برخه وګرځول شي بلکې دوی د يو خودمختاره کونسل غوښتنه کوي.

د نوموړي وينا ده چې جرګې ته منتخب پارلماني استازو خپل مخصوص کسان رابللي دي او د دوی پشمول يو شمېر مشرانو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

د وفاق تر انتظام لاندې قبايلي سيمې په اووه (۷) اېجنسو او شپږ (۶) اېف آر مشتملې دي او د سيمو د منتخب پارلماني استازو په وينا چې آبادي يې د يو کروړ نه زياته ده.

XS
SM
MD
LG