د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد: د قبایلي سیمو د اصلاحاتو په اړه بله جرګه کېږي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د نهې (سېشنبې) په ورځ به د قبايلي سيمو اصلاحاتو په اړه بيا په اسلام اباد کې جرګه کيږي خو د قبايلي سيمو عام وګړي تور پورې کوي چې په پېښور، کوټه او اسلام اباد کې ناست سياستوال او مشران پر دوی خپل سياست کوي.

د شمالي وزيرستان منور شا چې د څه باندې دوه کاله کډوالۍ ژوند تېرولو ورسته خپلې سيمې ته ستون شوی وايي، پر دوی بمبارۍ وشوې، چې پکې د دوی زنانه ،ماشومان، مشران او ځوانان مړه او کورونه يې ړنګ شول او دوی بې کوره شول خو هيڅ يو سياسي ګوند يې پوښتنه ونه کړه.

نوموړی وايي قبايلي سيمې اول وسله اولو او بيا پوځ ونيولې خو پر ضد يې سياسي ګوندونو خبري غونډه قدرې ونه کړه. منور شا تور پوری کړ چې د سياسي ګوندونو او ځينو قبايلي مشرانو لخوا اوسنۍ جرګې او مظاهرې د فاټا اصلاحاتو لپاره نه بلکې د خپلو شخصي ګټو لپاره دي:

« زموږ خو نورې هم ډيرې مسئلې وې، نو دې سياسي ګوندونو پر هغو ولې احتجاج ونه کړو، پر موږ چې ظلمونه کېدل نو دا سياستوال چېرته وو؟ دوی زموږ لپاره په پارلمان کې غږ پورته کړی؟ زموږ لپاره يې په اسلام اباد کې لانګ مارچ کړی؟ نه هيڅ کله نه.»

منورشا تور پوری کړ چې سياسي ګوندونه د خپل سياسي بازار د ګرمولو او د سیاسي ګټو د ترلاسه کولو په موخه مظاهرې کوي.

ياده دې وي چې له اوږده وخت راهيسې د فاټا يو شمېر سياسي ګوندونو اتحاد د دې لپاره جرګې او مظاهرې کوي چې قبايلي سيمې دې په خېبر پښتونخوا ورګډې کړل شي.

جميعت العلما اسلام (ف) ګوند بيا د دې لپاره مظاهرې کوي چې قبايلي سيمو ته دې د ځانله صوبې حېثيت ورکړل شي. پښتونخوا ملي عوامي پارټي بيا وايي چې د قبايلي سيمو راتلونکي فيصله دې د فاټا ولس پخپله وکړي.

خو د مومندو ايجنسۍ ګل شا صاپی وايي تر اوسه پورې هيچا له قبايلي ولس څخه پوښتنه نه ده کړې چې دوی د قبايلي سيمو راتلونکی اييني او انتظامي حېثيت په څه ډول غواړي؟

« موږ قبايلو نه هېچا پوښتنه نه ده کړې، دا کوم سياسي ګوندونه چې اوس کوم غږ پورته کوي، دا د خپل ووټ بینک زياتولو لپاره کوي، دا ټول سياسي ګوندونه په قبايلي سيمو کې هيڅ اهميت نه لري. کوم قوتونه چې په قبايلي سيمو کې اصلاحات کول غواړي هغه دې پخپله راشي موږ قبايلو نه دې پوښتنه وکړي چې موږ څه غواړو. »

ګل شا صاپي تور پوری کړ چې سياسي ګوندونو په قصدا خپلمنځي اختلافات رامنځ کړي چې دارنګ په فاټا کې اصلاحات ونه شي.

خو سياسي ګوندونه دغه تورونه ردوي او وايي چې دوي په قبايلي سيمو کې خپل يوشمېر پلويان لري او دوی د جمهوري لارې په قبايلي سيمو کې اييني او انتظامي اصلاحات غواړي.

په قبايلي سيمو کې د اصلاحاتو لپاره د پاکستان وزيراعظم په کال ۲۰۱۵ کې د خپل بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزيز په مشرۍ یوه پنځه کسيزه کميټې جوړه کړې وه. دغه کمېټۍ د قبايلي سيمو تر دورو وروسته په خپلو سپارښتنو کې ويلي دي چې قبايلي سيمې دې په مرحله واره توګه په خيبر پښتونخوا کې شاملې شي.

XS
SM
MD
LG