د لاسرسي ځای

تازه خبر

چترال او وزیرستان کې د واورو ورښت د خلکو ژوند اغېزمن کړی


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د خېبر پښتونخوا په چترال ضلع کې د یکشنبې په سهار د واورو د ښويېدو په پيښه کې کې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي دي.

په خېبر پښتونخوا کې له قدرتي افتونو سره د مبارزې ادارې ویاندې شیمه ایوب مشال راډيو ته وويل چې یو شمېر کورونه هم د واروې د ګټ لاندې شوي دي.

« په چترال کې ډېره زیاته واوره ورېدلې ده او د ګل په ورځ په کریم اباد کلي کې، برف کوچ غورځېدلی دی او شل کورونه یې له لاندې کړې دي.»

نوموړې زياته کړه چې د موسمیاتو محکمې د زیاتې واورې د ورېدو اټکل کړی و، نو ځکه له هغه ځای نه زياتره کورنۍ نورو ځايونو ته لېږدول شوې وې.

شیمه ایوب وايي دا چې په سیمه کې واورې وریږي نو د مرستو لړۍ چټکه نه ده او یوازینۍ لاره چې مرستې پرې رسېدلی شي هغه هوايي لاره ده خو هغه لاره هم خراب موسم اغېزمنه کړې ده.

بلخوا د جنوبي وزيرستان په رزمک، مکين، لدها، تنګې بديزيي، بورکيي، کانې ګرم او نورو سيمو کې د واورې ورېدو لړۍ روانه ده چې له وجې يې د سیمې خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.

د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د مشال خبریال وايي د واورې ورېدو له وجې لارې بندې شوي او د مواصلاتو اړیکې هم شکېدلې دي چې له کبله یې خلک د سختو ستونزو سره مخ شوي دي. که څه هم د ځاني تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي خو راپورونه وايي د واورې ورښت ځیني کورونه نړولي دي.

یو سیمه ییز مشر ملک بهادر مشال راډیو ته وویل:

« سختې واورې ورېدلي، خلک له کورونو بهر نه شي راوتلی، د ګاډو تګ راتګ هم ودرېدلی دی. د بجلۍ تارونه مکمل پرې شوي دي، د ټیلیفون تارونه هم غوڅ شوي او د پرېوتو کورونو د مالکانو سره اړیکه نه نیول کېږی.»

د جنوبي وزیرستان حکومتي چارواکو د ورښوتونو له وجې خلکو ته د سر او مال د زیانونو د اوړېدو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG