د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پښتانه چې چېرته اوسي هم هلته به حسابېږي"


د پاکستان شماریاتو ادارې کې د سرشمېرنې کمېشنر حبیب الله خټک وايي، د مارچ په پنځلسمه نېټه کېدونکې سرشمېرنې پر وخت چې پښتانه په کومه صوبه کې وي، نوهم هلته به شمېرل کېږي.

حبيب الله خټک له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې د خيبرپښتونخوا ايف سي سرتېري او همدغه شان د مختلفو پوځي څانګو سرتېري به هم په هغه صوبه کې شمېرل کېږي چې د سر شمېرني پر وخت په کومه صوبه کې وي.

نوموړي د بې کوره کړل شويو کسانو د شمېرني په حواله وويل چې له قدرتي افتونو سره د مبارزي ادارې ورته ويلي چې بې کوره کړل شويو کسانو ته يې خپلو سيمو ته د تلو ويلي دي.

د مشال راډيو خبريال ګل ايازله حبيب الله خټک سره مرکه کړې چې د غږ په ځای کې اورېدلي شئ.

پښتانه چې چېرته اوسي هم هلته به حسابېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:09:24 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په پاکستان کې سرشمېرنې تاريخ:

لومړۍ سر شمېرنه: ۱۹۵۱م کال د وګړو شمېر ۷۵ ميليونه (ختيځ او لوديځ پاکستان)

دويمه سر شمېرنه: ۱۹۶۱م کال د وګړو شمېر ۹۳ ميليونه (ختيځ او لوديځ پاکستان)

دريمه سر شمېرنه: ۱۹۷۲م کال د وګړو شمېر ۶۵.۳ ميليونه

څلورمه سرشمېرنه: ۱۹۸۱م کال د وګرو شمېر ۸۳.۷۸۲ ميليونه

پنځمه سر شمېرنه: ۱۹۹۸م کال د وګړو شمېر ۱۳۰ ميليونه

شپږمه سر شمېرنه: ۲۰۱۷م د مارچ په ۱۵ نيټه

XS
SM
MD
LG